Kabulافغانستانامنیتدری

د خيبر پښتونخوا د کوهاټ يوه جومات کې چاودنه؛ لسګونو کسانو ته مرګ‌زوبله… — Pajhwok

در حال تکمیلSecurityKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-09-18 10:27:21🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک، ۲۷ وږی ۱۴۰۵): د خیبر پښتونخوا په کوهاټ کې د پولیسو دفترونو ته څېرمه یوه جومات کې د جمعې د لمانځه پر مهال چاودنه شوې چې له امله يې لږ تر لږه اووه کسان وژل شوي او له ۳۰ ډېر نور ټپیان دي. اسوشیټېډ پرېس راپور ورکړی چې دغه پېښه نن د کوهاټ په یوه جومات کې د جمعې د لمانځه پر مهال شوې او د پولیسو او ژغورنې ادارې مسوولینو ویلي چې ټپي شوي ډېری کسان لمونځ‌کوونکي دي چې د سیمې یوه روغتون ته انتقال شوي دي. د راپور له مخې، چاودنه دومره زوروره وه چې د جومات چت نړېدلی او نږدې دوکانونو او کورونو ته هم زیان اوښتی دی. تر اوسه کومې ډلې د دې چاودنې مسوولیت نه دی منلی او د پېښې په اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي. د يادونې ده، تېره ورځ هم د خیبر پښتونخوا په هنګو کې د سړک غاړې د ماين چاودنې شپږ پاکستاني پوځیان وژلي وو.

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-09-18 10:27:21

خط زمانی

  1. Pajhwok

    د خيبر پښتونخوا د کوهاټ يوه جومات کې چاودنه؛ لسګونو کسانو ته مرګ‌زوبله اوښتې ده

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-09-18 14:57:13

د خيبر پښتونخوا د کوهاټ يوه جومات کې چاودنه؛ لسګونو کسانو ته مرګ‌زوبله اوښتې ده

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button