Summary: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو معین مهاجر فراهي د بلخ ولایت له یو شمېر خبریالانو او د رسنیو له مسوولینو سره په لیدنه کې د رسنیو د فعالیتونو، ستونزو او وړاندیزونو په اړه خبرې وکړې. په جوړه شوې ناسته کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو معین حیاتالله مهاجر فراهي وویل چې دغه وزارت د هېواد د ټولو رسنیو ملاتړ ته ژمن دی او د خبریالانو د مطرح شویو ستونزو او وړاندیزونو د حل لپاره به لازمې هڅې وکړي.نوموړي له رسنیو له مسوولینو او خبریالانو وغوښتل، چې د هېواد د ملي ګټو، اسلامي او فرهنګي ارزښتونو په پام کې نیولو سره خپل رسنیز فعالیتونه ترسره کړي.ورته مهال د بلخ خبریالانو ویلي چې په تېرو پنځو کلونو کې په دغه ولایت کې د خبریالانو پر وړاندې د پام وړ ستونزه نه ده رامنځته شوې او د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له دوی سره همکاري کوي.دوی زیاته کړې، چې د بلخ خبریالان د اسلامي او ملي ارزښتونو په پام کې نیولو سره خپلو رسنیزو فعالیتونو ته دوام ورکوي.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bakhtar
د خپرونو چارو معین په بلخ کې له خبریالانو سره وکتل