د خیبر پښتونخوا په مانسهره ولسوالۍ کې ځايي چارواکو پرېکړه کړې چې د شاوخوا ۱۷۰۰ افغانانو اسناد په کلکه وڅېړي او بېاسناده کډوال ونیسي او ژر یې افغانستان ته ولېږي. د ملي ډیموکراتیک غورځنګ مرکزي مشر افراسیاب خټک وايي، د پښتونخوا د ۱۲ ولسوالیو لپاره د جلا استازې شورا جوړول د فاټا د ادغام بهیر په عملي توګه شاته ګرځوي او ښايي د سیمې د سیاسي او امنیتي وضعیت د بدلون لپاره د یوې نوې ستراتیژۍ برخه وي. خټک په پېښور کې له افغانستان انټرنشنل-پښتو سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، د فاټا ادغام د پاکستان د اساسي قانون د تعدیل له مخې شوی، خو د دغو ولسوالیو لپاره د جلا شورا په جوړولو سره اساسي قانون تر پښو لاندې شوی او د خلکو رایې او نظرونه بېارزښته شوي دي. هغه د ډيورنډ کرښې ته څېرمه د قبایلي او څلورو جنوبي ولسوالیو له پښتونخوا څخه جلا کول د یوې نوې ستراتیژیکې لوبې برخه بللې او ویلي یې دي چې اغېزې یې ښايي د افغانستان په ګډون د سیمې پر نورو هېوادونو هم څرګندې شي. خټک ادعا کړې چې په دې وروستیو کې په روسیه کې د سیمې د هېوادونو په دوو مهمو غونډو کې داعش د سیمې لپاره تر ټولو لوی ګواښ بلل شوی، په داسې حال کې چې افغان طالبان پاکستان د دې ډلې په ملاتړ تورنوي. د هغه…
Quick facts
Timeline
-
AF International
د خیبر پښتونخوا په مانسهره کې د ۱۷۰۰ افغانانو د اسنادو د ارزونې پرېکړه شوې
Sources
Afghan sources
د خیبر پښتونخوا په مانسهره کې د ۱۷۰۰ افغانانو د اسنادو د ارزونې پرېکړه شوې