د خیبر پښتونخوا د هنګو ولسوالۍ په شاه الماس سیمه کې پر یوې غرنیزې امنیتي پوستې د ناپېژاندو وسلهوالو په برید کې یو پولیس وژل شوی او درې نور تښتول شوي دي. ځینې راپورونه د تښتول شویو پولیسو شمېر پنځه ښيي. د هنګو د پولیسو دفتر افغانستان انټرنشنل پښتو ته تایید کړې، چې پېښه تېره شپه هغه مهال رامنځته شوه چې وسلهوالو پر یادې پوستې ناڅاپي برید وکړ. د پولیسو په وینا، په دغه برید کې یو پولیس وژل شوی دی.د هنګو د پولیسو مشر صلاحالدین کنډي هم په یوه بیان کې د برید پخلی کړی او ویلي یې دي، چې بریدګرو لومړی پر پوستې برید وکړ او د نښتې په پایله کې یې یو پولیس وواژه. هغه زیاته کړې، چې بریدګرو تر برید وروسته له درېیو تر پنځو پورې پولیس له ځان سره نامعلوم لوري ته بیولي دي.د پولیسو د مشر په وینا، له پېښې سملاسي وروسته د پولیسو او امنیتي ځواکونو تازهدمه سرتېري سیمې ته ورسېدل او د شاه الماس د غرنیزې پوستې کنټرول یې بېرته ترلاسه کړ.ځایي چارواکو ویلي، د بریدګرو د نیولو او د تښتول شویو پولیسو د خلاصون لپاره په غرنیو او شاوخوا سیمو کې پراخ چاڼیز عملیات پیل شوي دي. د پېښور پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي استاد او لیکوال، پروفیسور فیض الله جان ویلي دي چې که د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ اړیکې…
Quick facts
Timeline
-
AF International
د خیبر پښتونخوا په هنګو کې برید؛ یو پولیس وژل شوی او درې نور تښتول شوي دي
Sources
Afghan sources
د خیبر پښتونخوا په هنګو کې برید؛ یو پولیس وژل شوی او درې نور تښتول شوي دي