Developmentافغانستانپښتو
د دایکنډي په اشترلي کې د نږدې ۱۶،۵ میلیون افغانیو په لګښت یو… — Pajhwok
نیلي (پژواک، ۲۴ وږی ۱۴۰۵): په دایکنډي کې ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په اشترلي ولسوالۍ کې د ۱۶ میلیونه او ۴۶۰ زره افغانیو په لګښت د موټرو یوه پله جوړولو چارې پیل شوې دي. د دایکنډي د ټولګټو رییس مولوي اکرامالله عبدالرافع پژواک ته وویل چې دغه پل د اشترلي ولسوالۍ پر «اهنګران» سیند د ټولګټو وزارت له بودجې جوړېږي. هغه زیاته کړه چې یاد پل ۲۲ متره اوږدوالی او ۷.۷ متره سور لري او ټاکل شوې چارې یې په ۱۱ کاري میاشتو کې په پاخه او اساسي ډول بشپړې شي. نوموړي څرګنده کړه چې د دې پروژې له بشپړېدو سره به د ولایت مرکز ته د اشترلي ولسوالۍ د اوسېدونکو تګ راتګ اسانه شي.
لنډ معلومات
موضوعDevelopment
سرچینې1
تازه شوی2026-09-15 06:13:30
مهالوېش
-
Pajhwok
د دایکنډي په اشترلي کې د نږدې ۱۶،۵ میلیون افغانیو په لګښت یو پل جوړېږي
سرچینې
Afghan sources
PajhwokPS
2026-09-15 10:41:15
د دایکنډي په اشترلي کې د نږدې ۱۶،۵ میلیون افغانیو په لګښت یو پل جوړېږي