په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې د ښځو او نجونو پر زدهکړو او کار لګېدلي محدودیتونه د نړیوالو بنسټونو او د بشري حقونو د سازمانونو له سترو اندېښنو څخه دي. طالبانو په افغانستان باندې له بیا واکمنېدو وروسته له شپږم ټولګي پورته د نجونو زدهکړې درولې دي او د ښځو او نجونو پر زدهکړو، کار او ټولنیز حضور یې پراخ محدودیتونه لګولي دي. د ملګرو ملتونو د ښځو برخې په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې «تش ټولګي او خالي مېزونه» په افغانستان کې د نجونو د زدهکړو واقعیت دی. د ملګرو ملتونو د ښځو برخې زیاته کړې چې په افغانستان کې نجونې لا هم زدهکړیزو فرصتونو ته له لاسرسي محرومې دي او دغه وضعیت د هغوی راتلونکی له جدي محدودیتونو سره مخ کړی دی.
اطلاعات کوتاه
موضوعSecurity
منابع1
بهروزرسانی2026-08-31 09:17:51
خط زمانی
-
Parstoday
د درس په کلاسونو کښې د افغان نجونو ځای لاهم خالي دی