کابل (پژواک، ۸ وږی ۱۴۰۵): د اسلامي امارت ویاند نن د پوهنې، لوړو زدهکړو، سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارتونو، د علومو اکاډمي، تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې او د ازموینو ملي ادارې د ۱۴۴۷ هجري قمري کال مهمې لاستهراوړنې او فعالیتونه وړاندې کړل. د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد نن د «حکومت د مطبوعاتو په هنداره کې» برنامې له لارې د هرې ادارې فعالیتونه په ځانګړي ډول تشریح کړل چې په لاندې ډول دي: د ۱۴۴۷ هجري قمري کال په ترڅ کې د هېواد په کچه د ۲۳۸ ښوونځیو او دیني مدرسو لپاره نوې ودانۍ جوړې شوې او د ۹۷۰ ښوونځیو او دیني مدرسو ودانۍ ترمیم او بیا ورغول شوې. په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې په امارتي او خصوصي ښوونځیو کې ۷ میلیونه او ۶۲۰ زره او ۶۴۰ زدهکوونکي په زدهکړو بوخت وو. همدارنګه، په همدې کال کې ۲ میلیونه او ۴۴۴ زره او ۷۵۲ تنه طالبالعلمان مدرسو کې په دیني زدهکړو بوخت وو. په همدې موده کې، په ټول هېواد کې د ۴ زره او ۹۷۳ سواد زدهکړې مرکزونو له لارې ۹۳ زره او ۵۰۹ کسانو ته د سواد زدهکړې روزنیز پروګرامونه وړاندې شوي دي. همداراز، د هېواد په کچه ۸۲ زره او ۸۳۲ راستنېدونکي په اسلامي او عمومي ښوونیزو مرکزونو کې شامل شوي او له ښوونیزو خدمتونو یې ګټه اخیستې ده. در سال ۱۴۴۷ هجری قمری،…
Quick facts
Timeline
-
Pajhwok
د درېیو وزارتونو او درېیو ادارو د تېر یوه کال د فعالیتونو راپور
Sources
Afghan sources
د درېیو وزارتونو او درېیو ادارو د تېر یوه کال د فعالیتونو راپور