Kabulافغانستانامنیتپښتو

د درېیو وزارتونو او یوې ادارې د تېر یوه کال د فعالیتونو راپور — Pajhwok

روان خبرSecurityKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-09-02 08:40:38🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک، ۱۱ وږی ۱۴۰۵): د ا.ا ویاند نن د بهرنیو چارو، ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو او د زندانونو چارو د تنظیم ادارې کلني راپورونه وړاندې کړل چې له ګاونډیو، سیمه‌ییزو او نړیوالو هېوادونو سره د افغانستان د سیاسي، اقتصادي او قونسلي اړیکو پراختیا، د دفاعي ځواکونو روزنه او د سرحدونو د امنیت لپاره اقدامات، د نشه‌یي توکو پر وړاندې د څه باندې ۴۶ زره عملیاتو ترسره کېدل او زرګونو بندیانو ته د زده‌کړو زمینه برابرول پکې شامل دي. د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد نن د «حکومت د مطبوعاتو په هنداره کې» پروګرام له لارې د یادو ادارو د تېر کال د فعالیتونو او لاسته‌راوړنو راپورونه وړاندې کړل. د بهرنیو چارو وزارت په راپور کې راغلي چې په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې یې له ګاونډیو، سیمه‌ییزو او نړیوالو هېوادونو سره د افغانستان سیاسي، اقتصادي او قونسلي اړیکې پراخې کړې دي. د وړاندې شویو معلوماتو له مخې، په سیاسي او ډیپلوماتیکه برخه کې له کویټ سره رسمي ډیپلوماتیکې او قونسلي اړیکې پیل شوې، روسیې اسلامي امارت په رسمیت وپېژاند او په کویټ او برلین کې د افغانستان سفارتونو او د جرمني په بُن ښار کې جنرال قونسلګرۍ فعالیت پیل کړ، له پاکستان سره ډیپلوماتیکې اړیکې د سفیر کچې ته لوړې شوې، افغانستان د مسکو فارمټ رسمي غړیتوب ترلاسه کړ او د لوړپوړو افغان چارواکو ۹۳ بهرني سفرونه…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-09-02 08:40:38

مهالوېش

  1. Pajhwok

    د درېیو وزارتونو او یوې ادارې د تېر یوه کال د فعالیتونو راپور

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-09-02 13:08:52

د درېیو وزارتونو او یوې ادارې د تېر یوه کال د فعالیتونو راپور

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button