DevelopmentEnglishافغانستان

د دوغاورن له پولې د افغانستاني اتباعو په ورتګ کې کمی راغلی

DevelopingDevelopment1 SourcesUpdated: 2026-10-08 01:10:13🎙 Listen to radio

د دوغارون بندر د ټرمینل مشر ویلي چې له دغه پولې ایران ته د افغان کډوالو ورتګ کم شوی دی. د فارس خبري اژانس راپور له مخې د تایباد دوغارون بندر د سرحدي ټرمینل مشر محسن رکني وویل چې : له دغه پولې د افغانستان د اتباعو قانوني ورتګ د سږ کال په لومړۍ نیمایي کې د اتلس فیصده په کمېدو سره ۲۲۴ زره ۷۱۹ کسانو ته رسېدلی دی. ایران له دې مخکې ویلي وو چې یو اعشاریه اته میلیونه غیرقانوني افغان مهاجر له دغه هیواده وتلي او دا بهیر به دوام ولري. هغه زیاته کړه : په دې موده کې دوه سوه اوه زره او یو سل لس افغانستاني تبعه له دوغارونه افغانستان ته ننوتلې دي.

Quick facts

TopicDevelopment
Sources1
Updated2026-10-08 01:10:13

Timeline

  1. Parstoday

    د دوغاورن له پولې د افغانستاني اتباعو په ورتګ کې کمی راغلی

Sources

External sources

ParstodayPS
2026-10-08 01:03:10

د دوغاورن له پولې د افغانستاني اتباعو په ورتګ کې کمی راغلی

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button