HealthKabulافغانستانپښتو

د راډیوتراپي نشتوالی؛ افغانستان کې د سرطاني ناروغیو درملنه برخه کې لویه ننګونه — Pajhwok

روان خبرHealthKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-11-24 10:47:51🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک) – په کابل کې د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې ملي روغتون ته هره ورځ لسګونه د سرطان ناروغان مراجعه کوي او د تشخیص، جراحۍ او کیموتراپي خدمتونه ورته وړاندې کېږي؛ خو د راډیوتراپي دستګاه نشتوالی د دغه روغتون له مهمو نیمګړتیاوو څخه ګڼل کېږي. د عامې روغتیا وزارت بیا وايي چې د دې برخې فعالولو لپاره هڅې روانې دي. د پژواک خبریال په دغه روغتون کې د وړاندې‌کېدونکو خدمتونو په اړه راپور چمتو کړی دی. یو شمېر ناروغان او د هغوی پایوازان وايي چې د ناروغۍ د درد او ستونزو ترڅنګ، د درملنې له درنو لګښتونو او اقتصادي ستونزو سره هم مخ دي او کله ناکله د درملنې د لګښتونو برابرولو لپاره پور اخیستلو ته اړ کېږي. دوی په دغه روغتون کې له خدمتونو خوښ دي، خو غوښتنه کوي چې د پرمختللو طبي وسایلو، په ځانګړې توګه د راډیوتراپي دستګاه برابرولو او د تخصصي خدمتونو د پراختیا لپاره دې هڅې وشي، څو په هېواد کې د سرطاني ناروغانو ستونزې راکمې شي. د روغتون مسوولان د مراجعینو له زیاتېدو خبر ورکوي او وايي چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په دغه روغتون کې څه باندې ۴۱ زره ناروغان ثبت شوي دي. د هغوی په وینا، که څه هم په دغه روغتون کې ناروغانو ته ښه خدمتونه وړاندې کېږي، خو د راډیوتراپي دستګاه نشتوالی یې…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعHealth
سرچینې1
تازه شوی2026-11-24 10:47:51

مهالوېش

  1. Pajhwok

    د راډیوتراپي نشتوالی؛ افغانستان کې د سرطاني ناروغیو درملنه برخه کې لویه ننګونه

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-11-24 15:15:33

د راډیوتراپي نشتوالی؛ افغانستان کې د سرطاني ناروغیو درملنه برخه کې لویه ننګونه

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button