Summary: د افغانستان اسلامي امارت د ټولګټو وزارت، د روان ۱۴۰۵ لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د افغانستان اوسپنې پټلۍ له لارې د شاوخوا پنځه میلیونه مټریک ټنه سوداګریزو توکو د لیږدولو خبر ورکړی دی. د یاد وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغي دي: "د ۱۴۰۵ هـ.ش کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د حیرتان، آقینې او تورغونډۍ بندرونو او د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ له لارې څخه په ۴ میلیونه ۸۸۸ زره ۲۶۸ مټریک ټنه سوداګریز توکي لېږدول شوي دي؛ په داسې حال کې چې د ۱۴۰۴ هـ.ش کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د یادو څلورو مسیرونو له لارې ۲ میلیونه ۱۸۲ زره ۳۱۲ مټریک ټنه سوداګریز توکي لېږدول شوي وو چې د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د لومړیو شپږو میاشتو انتقالات د تېر کال د لومړیو شپږو میاشتو په پرتله څه باندې دوه برابره زیاتوالی ښیي."د سرچینې د معلوماتو له مخې؛ د یادو مسیرونو له لارې تېل، مایع ګاز، غنم، اوړه، غوړي او نور خوراکي او ساختماني توکي هېواد ته وارد شوي دي. همدارنګه، وچه مېوه، ګاز لرونکي نوشابه باب، معدني ډبرې، پومبه او د هېواد نور تولیدي توکي د سیمې هېوادونو بازارونو ته صادر شوي دي.د اوسپنې پټلۍ له لارې په انتقالاتو کې دغه زیاتوالی د هېواد په کچه یو مثبت اقتصادي پرمختګ بلل کېږي. څومره چې د اوسپنیزې لارې څخه د انتقالاتو او صادراتو کچه لوړېږي؛ په هماغه اندازه د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو، د ملي عوایدو زیاتوالي او د هېواد د اقتصادي ثبات، پرمختګ او پر ځان بسیاینې لپاره زمینه برابرېږي.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Bakhtar
د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د افغانستان اوسپنې پټلۍ له لارې شاوخوا پنځه میلیونه ټنه سوداګریز توکي لېږدول شوي دي
منابع
Afghan sources
د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د افغانستان اوسپنې پټلۍ له لارې شاوخوا پنځه میلیونه ټنه سوداګریز توکي لېږدول شوي دي