Englishافغانستانامنیتغور

د روزګار په لټه کډوالي؛ د یو شمېر غوري ځوانانو ترخې خاطرې — Pajhwok

DevelopingSecurityغور1 SourcesUpdated: 2026-11-12 11:28:10🎙 Listen to radio

فیروزکوه (پژواک) – بېوزلۍ او بېکارۍ د غور ولایت یو شمېر ځوانان دې ته اړ کړل چې د کار موندلو او د خپلو کورنیو د ژوند لګښتونو برابرولو په هیله ایران ته ولاړ شي؛ خو د کډوالۍ ستونزو، د کار د صاحبانو ناوړه چلند، نیول کېدو او نورو نادودو د هغوی هیلې پر ناهیلۍ بدلې کړې او بالاخره له ترخو خاطرو سره بېرته هېواد ته راستانه شوي دي. بېکاري او بېوزلي له هغو مهمو ستونزو دي چې د څلورو لسیزو جګړو او د هغو د پایلو له امله د غور په ګډون د بېلابېلو ولایتونو ځوانان ورسره مخ دي. د کاري فرصتونو نشتوالی د دې لامل شوی چې یو شمېر ځوانان د کار موندلو او د خپلو کورنیو د ژوند د اړتیاوو پوره کولو لپاره کډوالۍ ته مخه کړي. ۲۸ کلن عبدالکریم د غور ولایت د دولینې ولسوالۍ اوسېدونکی دی چې تېر کال یې د اقتصادي ستونزو له امله او د کار موندلو او له خپلې کورنۍ سره د مرستې په موخه ایران ته د ناقانونه کډوالۍ لاره غوره کړه. هغه وایي، هیله یې لرله چې له خپل پلرني ټاټوبي په وتلو سره به عاید ترلاسه کړي، د خپلې کورنۍ اقتصادي وضعیت به ښه کړي او یوه ورځ به له پیسو ډک لاس بېرته کور ته راستون شي؛ خو کډوالي یې د تمې خلاف وه او له ګڼو ستونزو سره…

Quick facts

Locationغور
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-11-12 11:28:10

Timeline

  1. Pajhwok

    د روزګار په لټه کډوالي؛ د یو شمېر غوري ځوانانو ترخې خاطرې

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-11-12 15:52:17

د روزګار په لټه کډوالي؛ د یو شمېر غوري ځوانانو ترخې خاطرې

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button