Kabulافغانستانامنیتپښتو

د روسیې سوېل کې د بې‌پیلوټه الوتکې برید؛ دوه ماشومان وژل شوي او… — Pajhwok

روان خبرSecurityKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-08-24 05:03:26🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک، ۲ وږی ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د روسیې سوېل کې د کراسنودار سیمې پر یوه وړکتون د بې‌پیلوټه الوتکې د پاتې‌شونو لوېدو له امله دوه ماشومان وژل شوي او د اوو ماشومانو په ګډون نهه نور کسان ټپیان شوي دي. رویټرز راپور ورکړی چې د کراسنودار والي وینامین کوندراتیف ویلي، دغه پېښه تېره شپه شوې ده. د هغه په خبره، د بې‌پیلوټه الوتکې پاتې‌شوني پر استوګنیزو ودانیو هم لوېدلي او په څو ګودامونو کې د اورلګېدنې لامل شوي دي. روسي انلاین پلورنځي «اوزون» هم ویلي چې د دغه برید له امله د دغه شرکت په یوه لوژستیکي مرکز کې اور لګېدلی دی. ورته مهال، د روسیې د ستاوروپول سیمې چارواکو ویلي چې د نوینومیسک ښار په یوه صنعتي سیمه کې د بې‌پیلوټه الوتکو برید شنډ شوی دی. رویټرز لیکلي چې اوکراین په وروستیو میاشتو کې د روسیې دننه پر لوژستیکي مرکزونو او ګودامونو خپل بریدونه زیات کړي دي. بلخوا، اوکرایني چارواکو ویلي چې د اوکراین په شمال‌ختیځ کې د خارکیف ښار په څنډه کې د روسیې په یوه برید کې درې کسان وژل شوي دي. د روسیې او اوکراین جګړه د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې پیل شوې او اوس پنځم کال ته داخله شوې ده.

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-08-24 05:03:26

مهالوېش

  1. Pajhwok

    د روسیې سوېل کې د بې‌پیلوټه الوتکې برید؛ دوه ماشومان وژل شوي او اووه نور ټپیان دي

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-08-24 09:32:21

د روسیې سوېل کې د بې‌پیلوټه الوتکې برید؛ دوه ماشومان وژل شوي او اووه نور ټپیان دي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button