EnglishHealthKabulافغانستان

د روسیې مرستیال لومړی وزیر او ملا برادر د اقتصادي همکاریو هوکړه لاسلیکوي — AF International

DevelopingHealthKabul1 SourcesUpdated: 2026-11-11 13:16:52🎙 Listen to radio

په کابل کې د روسیې د سوداګریز مرکز مشر وایي، کابل ته د روسیې د لومړي وزیر مرستیال الکسي اوورچوک د سفر په ترڅ کې طالبان او روسیه د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو یو «بین‌الحکومتي» سند لاسلیکوي. په افغانستان کې د روسیې د سوداګریز مرکز مشر رستم حبیب الله ویلي، چې دغه سند به د سوداګرۍ، انرژۍ، ترانسپورټ، روغتیا، کرنې، معلوماتي ټکنالوژۍ، پانګونې او لوژستیک برخې رانغاړي او د دواړو لوریو ترمنځ به د سوداګریزو ویزو د اسانتیاوو موضوع هم پکې شامله وي. نوموړي د روسیې ریانووستي ورځپاڼې ته ویلي، چې «د روسیې فدراسیون د حکومت او طالبانو ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو هوکړه‌لیک د لاسلیک لپاره چمتو کېږي. تمه ده چې د روسیې د لومړي وزیر مرستیال الکسي اوورچوک او د افغانستان د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر به دا هوکړه لاسلیک کړي». د حبیب الله په وینا، په دې هوکړه کې به د سوداګرۍ، انرژۍ، ترانسپورټ، روغتیا، کرنې او معلوماتي ټکنالوژۍ په برخو کې همکاري شامله وي. همداراز به لوژستیک، پانګونه او د سوداګریزو ویزو اسانتیاوې هم رانغاړي. د روسیې د سوداګریز مرکز مشر په وینا، طالبانو د بهرنیو پانګوالو د جذب لپاره نوې تګلاره تصویب کړې او داسې اسانتیاوې یې برابرې کړې چې له مخې به یې د بهرنیو شرکتونو لپاره د دغه هېواد بازار ته ننوتل اسانه شي. تر دې مخکې په کابل کې د…

Quick facts

LocationKabul
TopicHealth
Sources1
Updated2026-11-11 13:16:52

Timeline

  1. AF International

    د روسیې مرستیال لومړی وزیر او ملا برادر د اقتصادي همکاریو هوکړه لاسلیکوي

Sources

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-11-11 11:40:14

د روسیې مرستیال لومړی وزیر او ملا برادر د اقتصادي همکاریو هوکړه لاسلیکوي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button