Kabulافغانستانامنیتپښتو

د روسیې پر سوچي د سمندري ډرونونو برید؛ اته کسان ټپیان شوي — Pajhwok

روان خبرSecurityKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-09-10 04:54:49🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک، ۱۹ وږی ۱۴۰۵): روسي چارواکي وایي، د روسیې په سوېل کې پر سوچي ښار د اوکراین د سمندري ډرونونو په برید کې اته کسان ټپیان شوي او د دغه ښار د سمندر غاړې ځینو تاسیساتو ته زیان اوښتی دی. رویټرز د روسیې د سیمه‌ییزو چارواکو له قوله راپور ورکړی چې دغه برید تېره شپه شوی او له امله یې د سوچي ښار د سمندر غاړې په یوه سیمه کې اورلګېدنه رامنځته شوې ده. سیمه‌ییز روسي چارواکي وایي، په دغه برید کې اته کسان ټپیان شوي دي. روسي چارواکو ویلي چې په برید کې ځینو تاسیساتو ته هم زیان اوښتی، خو د اوښتو زیانونو د کچې په اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي. رویټرز لیکلي چې سوچي د تور سمندر پر غاړه د روسیې له مهمو ښارونو څخه دی او د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین یو استوګنځی هم په دغه ښار کې دی. اوکرایني چارواکو تر اوسه د دغه برید په اړه څه نه دي ویلي.

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-09-10 04:54:49

مهالوېش

  1. Pajhwok

    د روسیې پر سوچي د سمندري ډرونونو برید؛ اته کسان ټپیان شوي

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-09-10 09:22:08

د روسیې پر سوچي د سمندري ډرونونو برید؛ اته کسان ټپیان شوي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button