Healthافغانستانپښتو

د روغتیا نړیوال سازمان: په روان کال کې په افغانستان کې د پولیو… — Amu TV

روان خبرHealth1 سرچینېتازه شوی: 2026-08-04 21:57:09🎙 راډیو واورئ

د روغتیا نړیوال سازمان وایي، د روان زیږدیز کال له پیله تر اوسه په افغانستان کې د ماشومانو د فلج یا پولیو ناروغۍ ۱۵ مثبتې پېښې ثبت شوې دي. یاد سازمان په خپل راپور کې زیاته کړې، چې تېر زیږدیز کال په ټولیز ډول د پولیو ۲۱ مثبتې پېښې راپور شوې وې، چې په دې سره په هېواد کې د ماشومانو ترمنځ د دې ناروغۍ ټولې مثبتې پېښې ۳۶ ته رسېږي. په راپور کې راغلي، که څه هم په روانه اونۍ کې د پولیو سمه یا مثبته پېښه نه ده ثبت شوې؛ خو په روان زیږدیز کال کې تر دا مهاله په افغانستان کې د دې ویروس ۵۳ محیطي بېلګې هم ثبت شوې دي. له دې سره سره، د روغتیا نړیوال سازمان زیاته کړې، چې په تېر کال کې د دې ویروس د ټولیزو محیطي پېښو شمیر ۹۴ ته رسېده. دغه سازمان په روان کال کې په پاکستان کې د پولیو د مثبتو پېښو شمیر ۳ ښودلی او زیاته کړې یې ده، چې په تېر کال کې په دغه هېواد کې ۳۱ پېښې ثبت شوې وې. افغانستان او پاکستان په نړۍ کې هغه دوه هېوادونه دي چې د پولیو مثبتې پېښې په کې لا هم بومي (سیمه‌ییزې) دي او دا ناروغي تر اوسه ترې په بشپړ ډول نه ده ورکه شوې. د دغه راپور پر بنسټ، د روان کال له…

لنډ معلومات

موضوعHealth
سرچینې1
تازه شوی2026-08-04 21:57:09

مهالوېش

  1. Amu TV

    د روغتیا نړیوال سازمان: په روان کال کې په افغانستان کې د پولیو ۱۵ مثبتې پېښې ثبت شوې دي | آمو ټلویزیون

سرچینې

Afghan sources

Amu TVPS
2026-08-04 12:05:29

د روغتیا نړیوال سازمان: په روان کال کې په افغانستان کې د پولیو ۱۵ مثبتې پېښې ثبت شوې دي | آمو ټلویزیون

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button