Summary: د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي نن مازيګر، په کابل کې د چين له سفير ژاو شينګ سره د مخه ښې کتنه کړې ده. د ارګ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، په کابل کې د چين سفير په افغانستان کې پر خپل درې کلن ماموريت خوښي وښوده او د افغانستان اسلامي امارت د هر اړخيزې همکارۍ او ملاتړ څخه يې مننه وکړه. هغه ويلي چې افغانستان او چين د لرغونو او تاريخي اړيکو لرونکي دوه ګاونډي هيوادونه دي. د چين سفير زياته کړې چې هېواد يې د ملګرو ملتو سازمان او نورو سازمانونو په غونډو کې د افغانستان ملاتړ کوي. شينګ د دواړو هېوادونو اقتصادي اړيکو ته په اشارې، ويلي چې په تېرو درېيو کلونو کې د چين او افغانستان تر منځ اقتصادي تعاملات ښه شوي او د دواړو هېوادونو د خلکو تر منځ تګ راتګ زيات شوی دی. دغه راز د رياستالوزراء اداري مرستيال، په تېرو درېيو کلونو کې په افغانستان کې د چين سفير بريالی ماموريت ستايلی او يلي يې دي: "په تېر کې د افغانستان او چين اړيکې ښې وې او هيله لرو چې دغه اړيکې په راتلونکې کې لا زياتې پراخې شي." مولوي عبدالسلام حنفي، په سیمه او نړۍ کې د چين مقام ته په اشارې، زياته کړې ده: "چين د يو مهم اقتصادي ګاونډي په توګه په سیمه او نړيواله کچه د پام وړ اغېز لري او هيله لرو چې دغه هېواد د ملګرو ملتو سازمان او نورو نړيوالو غونډو کې د افغانستان پياوړی او اغېزناک ملاتړ وکړي."
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Bakhtar
د رياست الوزراء اداري مرستيال د چين له سفير سره د مخه ښې کتنه وکړه
منابع
Afghan sources
د رياست الوزراء اداري مرستيال د چين له سفير سره د مخه ښې کتنه وکړه