Summary: د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند، د بلخ ولایت په حیرتان دوه لارې کې د (امام شقیق بلخي رح) صنعتي ښارګوټي د بنسټ ډبره کېښوده. باختر اطلاعاتي آژانس ته د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ ملا عبدالغني برادر اخوند په همدې مناسبت جوړو شويو مراسمو کې ویلي چې د افغانستان اسلامي امارت لومړیتوب دا دی چې افغانستان په تدریج سره پر تولیدي هېواد او ځوان بشري ځواک پر تولیدي ځواک بدل کړي. صنعت، تولید او بازار سره ونښلوي او معیاري تولید شوي محصولات د سیمې او نړۍ بازارونو ته وړاندې کړي. د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال زیاته کړې چې د بلخ صنعتي ښارګوټی د یو صنعتي او تولیدي افغانستان لپاره د اسلامي امارت ژمنه، ستراتیژیک تفکر او پياوړی هوډ د عمل په ډګر کې ثابتوي. ملا عبدالغني برادر څرګنده کړې چې په دې سره به په دغه بلخ کې د صنعتي ځمکو د کمښت ستونزه حل، صنعتکارانو ته به د فعالیت زمینه برابره، پر وارداتو به تکیه راکمه او په ورته وخت کې به زرګونو هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره شي. هغه بلخ د هېواد له مهمو سوداګریزو، ترانزیټي او صنعتي ولایتونو یاد کړی او ویلي دي چې په دغه ولایت کې د حیرتان بندر باید یوازې د وارداتي محصولاتو او عادي تګ راتګ مسیر ونه اوسي؛ بلکې دا لاره باید د افغانستان د پروسس شوو محصولاتو او تولیداتو د صادرولو لپاره یوه مهمه ترانزیټي لاره وي. ملا عبدالغني برادر اخوند له نړیوالو غوښتي چې له افغانستان سره د رسمي اقتصادي اړیکو دروازې په بشپړه توګه خلاصې او مالي او بانکي کنګل مات کړي. د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ویلي چې اسلامي امارت په سیمهییز او نړیوال مشارکت کې د فعال ګډون ظرفیت او اراده لري. ملا برادر اخوند د خپلو خبرو په پای کې له ټولو صنعتکارانو غوښتي چې له دې فرصت ګټه واخلي او په دغه صنعتي ښارګوټي کې په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي. د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال دغه راز د اسلامي امارت له لوري د لازمو اسانتیاوو برابرولو او همکارۍ ډاډ ورکړی دی. د یادونې وړ ده چې د بلخ صنعتي ښارګوټی پر ۲۲ زره جریبه ځمکه جوړیږي، چې په بېلابېلو سکټورونو کې به د خامو موادو د پروسس، معیاري محصولاتو د تولید او صادراتو لپاره زمینه برابره کړي.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Bakhtar
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال په بلخ کې د صنعتي ښارګوټي د بنسټ ډبره کېښوده
منابع
Afghan sources
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال په بلخ کې د صنعتي ښارګوټي د بنسټ ډبره کېښوده