Summary: د افغانستان د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي پرون د هرات زندان عمومي وضعیت ارزولی او له زندانیانو سره یې خبرې کړې دي. ارګ لیکلي، چې د ارزونې په مهال پلاوي له بېلابېلو بلاکونو لیدنه کړې، د بندیانو عمومي وضعیت، اداري چارې، د روغتیایي خدماتو د وړاندې کولو ډول، ښوونه او روزنه، د خوړو وېش، د ساتنې شرایط، د ستونزو حل او نورې اړوندې چارې یې له نږدې ارزولې دي.یاد لوړ پوړي پلاوي د زندانیانو د ستونزو د اورېدو ترڅنګ د یاد زندان مسوولینو ته لارښوونه کړې، چې د اسلامي شریعت احکامو ته په کتو د بندیانو حقونه بشپړ رعایت او د هغوی د ستونزو حل ته جدي پاملرنه وکړي.په ورته مهال د هرات زندان مسوولینو ډاډ ورکړی، چې د غوره خدماتو برابرولو لپاره به دوامدارې هڅې وکړي.
Quick facts
Timeline
-
Bakhtar
د ریاست الوزراء اداري مرستیال د هرات زندان وضعیت ارزولی
Sources
Afghan sources
د ریاست الوزراء اداري مرستیال د هرات زندان وضعیت ارزولی