Summary: د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي پرون په داسې حال کې چې د کور او ښار جوړولو وزیر مولوي نجیبالله حیات حقاني او د اسلامي امارت یو شمېر لوړپوړو مسوولینو یې هم ملتیا کوله، له هغو تاسیساتو څخه چې د راستنېدونکو کډوالو د هرکلي او خدماتو لپاره جوړ شوي لیدنه کړې. ارګ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې د ریاست الوزراء اداري مرستیال د موظفو کمېټو ترمنځ د همغږي څرنګوالی، د مهاجرینو لپاره شته امکانات، د کسانو او کورنیو ستونزو ته د رسېدنې بهیر او د خدمتونو رسولو اړوند ټولې چارې وارزولې.ښاغلي حنفي راستنېدونکو ته پروخت، منظمو او مناسبو خدماتو برابرولو ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې د راتګ او لېږدولو ټولو پړاوونو کې دې هغوی ته ښه رسېدنه وشي او اړتیاوې دې پوره شي.نوموړي همدارنګه د مسوولو بنسټونو ترمنځ په زیاته همغږي، د خدماتو بهیر پر چټکتیا او زیانمنونکو کسانو، کورنیو، ماشوملنو او نورو اړمنو ته په زیاته پاملرنه ټینګار کړی دی.
Quick facts
Timeline
-
Bakhtar
د ریاست الوزراء اداري مرستیال په اسلام کلا کې د راستنو شویو مهاجرینو د خدماتو د مرکزونو ارزونه وکړه
Sources
Afghan sources
د ریاست الوزراء اداري مرستیال په اسلام کلا کې د راستنو شویو مهاجرینو د خدماتو د مرکزونو ارزونه وکړه