DiplomacyKabulافغانستاندری

د ریچارډ بينېټ ماموریت د يوه بل کال لپاره وغځېد — Pajhwok

در حال تکمیلDiplomacyKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-10-05 13:34:40🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک، ۱۳ تله ۱۴۰۵): د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د افغانستان لپاره د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بينېټ ماموریت د یوه بل کال لپاره وغځاوه. بينېټ نن (دوشنبه) رسنيو ته ویلي چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ژنیو کې د غړو هېوادونو په اجماع د هغه د ماموریت د خځېدو پرېکړه کړې ده. بينېټ د ۲۰۲۲ کال په اپرېل کې د افغانستان د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي په توګه ټاکل شوی و او له هغه راهیسې د افغانستان د بشري حقونو وضعیت څاري او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا او عمومي اسامبلې ته راپورونه وړاندې کوي. د هغه ماموریت تېر کال هم د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا له خوا د یوه کال لپاره تمدید شوی و. د یادونې ده، بینېټ له ۲۰۲۴ کال راهیسې افغانستان ته د سفر اجازه نه لري؛ خو د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي په توګه یې د معلوماتو راټولولو، له قربانیانو او بېلابېلو سرچینو سره د خبرو او د بشري حقونو شورا ته د راپور ورکولو له لارې خپل فعالیت ته دوام ورکړی دی. د بينېټ د ماموریت تمدید په داسې حال کې دی چې د راپورونو له مخې، نږدې ۱۰۰ د بشري حقونو سازمانونو تېره میاشت له شورا غوښتي وو چې د هغه ماموریت تمدید کړي.

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعDiplomacy
منابع1
به‌روزرسانی2026-10-05 13:34:40

خط زمانی

  1. Pajhwok

    د ریچارډ بينېټ ماموریت د يوه بل کال لپاره وغځېد

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-10-05 18:04:21

د ریچارډ بينېټ ماموریت د يوه بل کال لپاره وغځېد

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button