EnglishHealthافغانستانزابل

د زابل اوسېدونکو خپلې غوښتنې او ستونزې د سرحدونو، قومونو او قبایلو له… — Bakhtar

DevelopingHealthزابل1 SourcesUpdated: 2026-11-06 11:17:13🎙 Listen to radio

Summary: د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري زابل ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د یوې ولسي غونډې پر مهال د دغه ولایت د اوسېدونکو ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه واورېدل او د حل په برخه کې یې د همکارۍ ډاډ ورکړ. په دې غونډه کې د زابل والي ملا شیرمحمد شریف، د نظامي او ملکي ادارو مسوولینو، علماوو، قومي مشرانو او د دغه ولایت سلګونو اوسېدونکو ګډون کړی و.د غونډې ګډونوالو د بیارغونې، ښوونې او روزنې، کرنې، روغتیا، ګمرک او نورو برخو کې خپلې ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه له وزیر سره شریک کړل.ورته مهال د زابل والي ملا شیرمحمد شریف د ولسونو د غوښتنو او ستونزو د اورېدو په موخه د وزیر له سفر څخه مننه وکړه او ویې ویل، چې ولایتي اداره د ټولو ولسوالیو د اړتیاوو او غوښتنو د راټولولو هڅې کوي.د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري د خلکو د غوښتنو او وړاندیزونو د تعقیب ډاډ ورکړ او ویې ویل، چې د ولسونو ستونزې او غوښتنې به تر مشرتابه مقام او اړوندو وزارتونو ورسوي.نوموړي زیاته کړه، چې اسلامي امارت په ټول هېواد کې د بنسټیزو رغنیزو چارو د ترسره کولو او ولسونو ته د اسانتیاوو د برابرولو هڅې کوي.

Quick facts

Locationزابل
TopicHealth
Sources1
Updated2026-11-06 11:17:13

Timeline

  1. Bakhtar

    د زابل اوسېدونکو خپلې غوښتنې او ستونزې د سرحدونو، قومونو او قبایلو له وزیر سره شریکې کړې

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-11-06 07:07:45

د زابل اوسېدونکو خپلې غوښتنې او ستونزې د سرحدونو، قومونو او قبایلو له وزیر سره شریکې کړې

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button