د زابل ولایت درې تنه اوسېدونکي وایي چې په دغه ولایت کې د خوراکي توکو بیې خورا لوړې شوې دي او دوی په دغو لوړو او درنو قیمتونو خپلو کورنیو ته لومړني توکي نشي موندلی. د دغه ولایت اوسېدونکي غوښتنه کوي چې د لوړو بیو او احتکار بهیر ته دې بیړنی د پای ټکی کېښودل شي. حضرتالله د زابل ولایت د مرکز قلات ښار په یوه ګوښه کې په یوه ژرنده کې پر کار بوخت دی. نوموړی له همدې لارې د خپلې کورنۍ نفقه پیدا کوي؛ خو وایي چې په دې وروستیو کې د بیو په زیاتېدو سره د خپلې کورنۍ د اساسي اړتیاوو د تامینولو وس نه لري. حضرتالله وایي:«وړاندې به دغوړیو یو بشکه په اووه سوه یا اته سوه افغانۍ وه، خو اوس یوولس سوه او یوولس نیم سوه افغانیو ته رسېدلې ده. موږ مزدورکاران یو او د ورځې سل یا یو سلو شل افغانۍ عاید لرو. ګراني ډېره ده او موږ هیڅ شي ته لاسرسی نه لرو.» د زابل د مرکز بل اوسېدونکی هم د خپلو لږو عایداتو له کبله تر زوریږي او د تجارتي او ترانزیټي لارو تړل کېدل د لومړنیو توکو د بیو د پورته کېدو عمده لامل ګڼي. د قلات ښار اوسېدونکی غیرتالله وایي:«له سهاره کار کوو او له سلو تر دوو سوو افغانیو پورې درامد لرو. له سهاره تر ماښامه خولې تویوو؛ ټول…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Amu TV
د زابل اوسېدونکي: د خوراکي توکو د بيو د لوړېدو مخه دې ونیول شي | آمو ټلویزیون
سرچینې
Afghan sources
د زابل اوسېدونکي: د خوراکي توکو د بيو د لوړېدو مخه دې ونیول شي | آمو ټلویزیون