Economyافغانستانپنجشېردری

د زرګونو پراختیايي پروژو د پلي کېدو لړۍ له پنجشېر څخه پیل شوه — Bakhtar

در حال تکمیلEconomyپنجشېر1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-09-06 13:47:09🎙 رادیو را بشنوید

Summary: د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر ملا عبداللطیف منصور د ۳ زره ۲۲۹ پراختیايي او پرمختیايي پروژو د پیل لړۍ له پنجشېر ولایت څخه پیل کړه. دغه زرګونه پروژې چې د هېواد په ۲۳ ولایتونو کې پلې کیږي ټولیز لګښت پرې ۸۷ میلیونه ډالره راځي.د پنجشېر والي ویاند سیف‌الدین لټون باختر اژانس ته ویلي، چې له دغو پروژو څخه ۱۲۷ یې د ۵.۷ میلیونه ډالرو په لګښت په پنجشېر کې پلي کېږي.لټون زیاته کړې، چې په دغو پروژو کې د پلونو او پلچکونو جوړول، د کلیوالي سړکونو جوړول، استنادي دېوالونه، د کانالونو جوړول شامل دي.د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر ملا عبداللطیف منصور د دغو پروژو پیل د هېواد د ابادۍ او پراختیا په برخه کې مهم ګام بللی او زیاته کړې یې ده، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنۍ سره د خلکو لپاره د خوندي او ارام ژوند زمینه برابره شوې او د هېواد د ابادۍ او پراختیا په برخه کې چټک پرمختګ شوی دی.

اطلاعات کوتاه

مکانپنجشېر
موضوعEconomy
منابع1
به‌روزرسانی2026-09-06 13:47:09

خط زمانی

  1. Bakhtar

    د زرګونو پراختیايي پروژو د پلي کېدو لړۍ له پنجشېر څخه پیل شوه

منابع

Afghan sources

BakhtarPS
2026-09-06 10:05:12

د زرګونو پراختیايي پروژو د پلي کېدو لړۍ له پنجشېر څخه پیل شوه

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button