EnglishKabulPoliticsافغانستان

د زمري ۲۸مه؛ کرزي او عبدالله د افغانانو پر یووالي او ملي پیوستون… — Pajhwok

DevelopingPoliticsKabul1 SourcesUpdated: 2026-08-19 07:34:59🎙 Listen to radio

کابل (پژواک، ۲۸ زمری ۱۴۰۵): پخواني ولسمشر حامد کرزي او د ملي روغې جوړې عالي شورا پخواني رییس عبدالله عبدالله د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخیستو ۱۰۷مې کلیزې په مناسبت د افغانانو سرښندنو او قربانیو ته په درناوي د خلکو پر یووالي او ملي پیوستون ټینګار کړی دی. د افغان ـ انګلیس لومړۍ جګړه له ۱۸۳۹ تر ۱۸۴۲ میلادي کلونو، دویمه له ۱۸۷۸ تر ۱۸۸۰ میلادي کلونو وې او درېیمه جګړه د ۱۹۱۹ میلادي کال د مې په شپږمه پیل او د همدغه کال په اګسټ کې پای ته ورسېده چې په پایله کې یې افغانستان بېرته خپلواکي ترلاسه کړه. پخواني ولسمشر حامد کرزي د دې ورځې په مناسبت د ازادۍ د مبارزینو سرښندنو او قربانیو ته په درناوي ویلي: «که څه هم د خپلواکۍ ترلاسه کول او د هغې لپاره د مبارزې سختۍ زغمل زموږ د ملت لپاره ارزښتناک او د اعتبار او ویاړ لامل دي، خو د خپلواکۍ ساتل او له هغې ګټه اخیستل هغه مهال شوني دي چې ګران افغانستان یو پیاوړی او پر ځان بسیا هېواد وي؛ ځکه د یوه هېواد ځواک په تلپاتې سولې او ثبات، ملي یووالي او د علم او پوهې په ګاڼه په سمبالو ځوانانو پورې تړلی دی.» هغه پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې روزل شوی بشري ځواک هغه مهال رامنځته کېدای شي چې د هېواد ټولو اولادونو، نجونو او هلکانو…

Quick facts

LocationKabul
TopicPolitics
Sources1
Updated2026-08-19 07:34:59

Timeline

  1. Pajhwok

    د زمري ۲۸مه؛ کرزي او عبدالله د افغانانو پر یووالي او ملي پیوستون ټینګار کړی

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-08-19 12:04:18

د زمري ۲۸مه؛ کرزي او عبدالله د افغانانو پر یووالي او ملي پیوستون ټینګار کړی

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button