Politicsافغانستاندری

ساحلي فوټبال لوبډله د اسیا جام سیالیو لپاره تایلنډ ته روانه شوه — Af Now

در حال تکمیلPolitics1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-11-16 12:33:04🎙 رادیو را بشنوید

Summary: د افغانستان د ساحلي فوټبال لوبډله د ۲۰۲۶ کال د اسیا جام سیالیو کې د ګډون په موخه تایلنډ ته روانه شوه. د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست د معلوماتو له مخې، د افغانستان لوبډله به د دغو سیالیو په B ګروپ کې له ایران، لبنان او ویتنام لوبډلو سره سیالي وکړي.سرچینه زیاتوي، چې افغان لوبډلې د یادو سیالیو لپاره په تېرو څو میاشتو کې سخت تمرینونه ترسره کړي دي.افغان لوبډلې تایلنډ ته تر روانېدو وړاندې د مخه ښې په موخه د هېواد د ورزش ادارې او د فوټبال فدراسیون له فني او مسلکي مرستیال حافظ احمدجان ځدراڼ سره لیدلي دي، چې نوموړي لوبډلې ته د ډاډ ورکولو ترڅنګ د بریا هیله کړې ده.ټاکل شوې، چې دغه سیالۍ د روان میلادي کال د نومبر میاشتې په ۱۸مه نېټه د تایلنډ په فانګ‌نګا خلیج کې پیل او د همدې میاشتې تر ۲۸مې نېټې دوام وکړي.افغانستان به خپله لومړۍ لوبه د نومبر په ۱۸مه له ایران سره ترسره کړي.

اطلاعات کوتاه

موضوعPolitics
منابع1
به‌روزرسانی2026-11-16 12:33:04

خط زمانی

  1. Bakhtar

    د ساحلي فوټبال لوبډله د اسیا جام سیالیو کې د ګډون په موخه تایلنډ ته ولاړه

منابع

Afghan sources

BakhtarPS
2026-11-16 10:01:10

د ساحلي فوټبال لوبډله د اسیا جام سیالیو کې د ګډون په موخه تایلنډ ته ولاړه

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button