Politicsافغانستانپښتوزابل

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر د زابل له والي سره وکتل — Bakhtar

روان خبرPoliticsزابل1 سرچینېتازه شوی: 2026-07-17 19:47:44🎙 راډیو واورئ

Summary: د افغانستان اسلامي امارت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري د زابل والي ملا شېر محمد شریف سره کتلي دي. باختر اطلاعاتي آژانس ته په رارسېدلې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې، زابل کې د پراختیایي کارونو د چټکتیا او يو شمېر نورو موضوعاتو په اړه خبرې وشوې. د زابل والي، د څښاک اوبو د کمښت، د سړکونو اساسي رغونې، ښوونې او روزنې ته ځانګړې پاملرنې او نورو برخو کې فرضي کرښې ته د څېرمه سیمو اوسېدونکو ستونزې هم شريکې کړې او د رسيدنې غوښتنه يې کړې ده. دغه راز د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر، د وزارت د امکاناتو او صلاحیتونو په چوکاټ کې د ستونزو د حل ډاډ ورکړی او ویلي یې دي چې د زابل د اطرافي سیمو له خدمتونو بې برخې خلکو ستونزو ته به جدي پاملرنه او له اړوندو ادارو سره په همغږۍ به لازم اقدامات وشي.

لنډ معلومات

ځایزابل
موضوعPolitics
سرچینې1
تازه شوی2026-07-17 19:47:44

مهالوېش

  1. Bakhtar

    د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر د زابل له والي سره وکتل

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-07-17 14:22:36

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر د زابل له والي سره وکتل

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button