Politicsافغانستانپښتونیمروز

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر د یوه پلاوي په مشرۍ بدخشان… — Bakhtar

روان خبرPoliticsنیمروز1 سرچینېتازه شوی: 2026-08-10 22:42:04🎙 راډیو واورئ

Summary: د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري د رئیس الوزراء ملا محمد حسن اخوند په لارښوونه د یوه پلاوي په مشرۍ چې د کورنیو چارو وزارت اداري مرستیال مولوي رحمت الله نجیب او د دفاع وزارت لوژستیکي مرستیال مولوي محمد علي جان احمد یې ملتیا کوله بدخشان ولایت ته سفر وکړ. یاد وزارت په یوه خپرپاڼه کې لیکلي، چې د بدخشان ولایت د یفتل ولسوالۍ په اتفاق بازار کې د ځایي خلکو او مجاهدینو تر منځ شخړه رامنځته شوې وه، چې پکې څو تنو نظامي او ملکي خلګو ته مرګ ژوبله اوښتې وه، د همدې شخړې د څېړنې او بررسي په موخه یاد پلاوي د بدخشان له فیض اباد څخه د هلمند د والي مولوي امان الدین منصور په ملتیا د یفتل ولسوالۍ اتفاق بازار ته سفر تر سره وکړ.د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې ښاغلي نوري او مل پلاوي د یادې سیمې له ځایي علماوو او سپین ږیرو سره د فاتحې او کتنې پر مهال ويلي چې:« د اسلامي امارت په لیکو کې تبعیض، قوم پرستي، سمت پرستي او نژاد پرستي ځای نه لري، د بدخشان او نیمروز خلک په یوه تله تلي». نوري زیاته کړې، موږ د بدخشان خلکو ته د یوه مجاهد او دین پروره ملت په سترګه ګورو. یاد پلاوي خلکو ته ډاډ ورکړ، چې د دې قضیې تر څېړلو وروسته به مجرمین د قانون منګلو ته سپارل کېږي.

لنډ معلومات

ځاینیمروز
موضوعPolitics
سرچینې1
تازه شوی2026-08-10 22:42:04

مهالوېش

  1. Bakhtar

    د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر د یوه پلاوي په مشرۍ بدخشان ته سفر وکړ

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-08-10 11:28:38

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر د یوه پلاوي په مشرۍ بدخشان ته سفر وکړ

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button