Summary: د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري د غزني ولایت جاغوري ولسوالۍ ته د سفر پر مهال له شیعه علماوو، قومي مشرانو او مخورو سره کتلي دي. د باختر اژانس د خبر له مخې، په دې لیدنه کې د غزني ولایت د جاغوري، مالستان، اجرستان، مقر، قره باغ او ګیلان ولسوالیو قومي مشرانو او د روزګان، میدان وردګو او سرپل ولایتونو استازو ګډون کړی و.په یاده لیدنه کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر د اسلامي شریعت د عملي کېدو او له اسلامي نظام سره د خلکو پر همکارۍ، همداراز د اسلامي ورورولۍ او یووالي پر ټینګښت ټینګار وکړ.نوموړي د علماوو او خلکو له همکارۍ مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ، چې د خلکو غوښتنې او ستونزې به د اسلامي امارت له لوړپوړو چارواکو سره شریکې کړي.د یادونې وړ ده، چې د لیدنې په ترڅ کې شیعه علماوو او قومي مشرانو د راغلو چارواکو هرکلی وکړ او له اسلامي نظام سره یې د خلکو د همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکړ.
Quick facts
Timeline
-
Bakhtar
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر غزني ته سفر وکړ
Sources
Afghan sources
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر غزني ته سفر وکړ