Healthافغانستانپښتو

د سره صلیب نړۍواله کمیټه د افغاني سرې میاشتې سره د همکارۍ درې… — AF International

روان خبرHealth1 سرچینېتازه شوی: 2026-10-18 10:49:42🎙 راډیو واورئ

افغانستان کې د سره صلیب نړۍوالې کمیټې مشر هیرلي مارکس ویلي چې دغه کمیټه غواړي د طالبانو تر واک افغاني سرې میاشتې سره د همکارۍ درې کلن تړون لاسلیک کړي چې موخه یې د اړمنو افغانانو لاسنیوی ښودل شوی دی. ټایمز اف انډیا د فولکر ترک له قوله لیکلي، د افغانستان وضعیت له بد څخه لا پسې خرابېدو ته روان دی او داسې ښکاري چې نړۍ د دغه هېواد خلک هېر کړي دي. د طالبانو له بیا واکمنېدو پنځه کاله وروسته، افغانستان د بشري حقونو، اقتصاد، روغتیا او زده‌کړو په برخو کې له ګڼو ننګونو سره مخ دی. د ښځو او نجونو پر حقونو پراخ محدودیتونه، د کاري فرصتونو کمښت، د خوراکي توکو ناامني او د نړیوالو مرستو کمېدل د میلیونونو افغانانو ژوند اغېزمن کړی دی. د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې د ښځو او نجونو د حقونو د محدودولو لپاره تر ۱۰۰ ډېر فرمانونه صادر شوي دي. له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو بندیز، له پوهنتونونو د ښځو محرومول، د ښکلا سالونونو تړل او په پارکونو، ورزشي مرکزونو او عامه حمامونو کې د ښځو پر حضور محدودیتونه د دغو اقداماتو مهمې بېلګې دي. د راپور له مخې، طالبانو د امر بالمعروف قانون هم نافذ کړی چې له مخې یې ښځې اړې…

لنډ معلومات

موضوعHealth
سرچینې1
تازه شوی2026-10-18 10:49:42

مهالوېش

  1. AF International

    د سره صلیب نړۍواله کمیټه د افغاني سرې میاشتې سره د همکارۍ درې کلن تړون لاسلیک کوي

سرچینې

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-10-18 08:21:29

د سره صلیب نړۍواله کمیټه د افغاني سرې میاشتې سره د همکارۍ درې کلن تړون لاسلیک کوي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button