فراه کې د اوبو مدیریت په موخه د ۲۴ میلیونه افغانیو په ارزښت… — Bakhtar
Summary: د فراه مرکز کې د شاوخوا ۲۴ ميليونه افغانيو په ارزښت د درې کانالونو د جوړولو پروژه پيل شوه. د فراه ښاروالۍ مسوولینو ویلي، د دغو پروژې لګښت د یادې ادارې له پراختيايي بودجې څخه ورکول کیږي، چې چارې به یې تر راتلونکو څلورو میاشتو پورې بشپړې شي.د فراه ښاروالۍ تخنيکي او مسلکي امر انجنیر شاه محمود جلالي باختر اژانس ته په دې تړاو وايي، چې دغه کانالونه څلور کیلومتره اوږدوالي لري او موخه یې د سېلابي اوبو مدیریت دی.ځايي اوسېدونکي بيا د دغې پروژې پيل د ولسي وګړو هوساينه بللې او له مسوولينو څخه یې د ورته نورو پروژو د پلي کولو غوښتنه هم کړې ده.هېره دې نه وي، چې د یادې پروژې په مټ به ګڼ کسان په کار بوخت شي.
Quick facts
Timeline
-
Bakhtar
فراه کې د اوبو مدیریت په موخه د ۲۴ میلیونه افغانیو په ارزښت پروژه پیل شوه
Sources
Afghan sources
فراه کې د اوبو مدیریت په موخه د ۲۴ میلیونه افغانیو په ارزښت پروژه پیل شوه