Kabulافغانستانامنیتپښتو

د یفتل د شخړې د څېړنې لپاره بدخشان ته پلاوی تللی — Pajhwok

روان خبرSecurityKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-08-10 12:02:37🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک، ۱۹ زمری ۱۴۰۵): د بدخشان د یفتل ولسوالۍ په اتفاق بازار کې د ځایي خلکو او امنیتي ځواکونو ترمنځ د رامنځته شوې ستونزې د څېړنې په موخه د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو د وزیر په مشرۍ یو پلاوی دغه ولایت ته تللی دی. د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت وزیر ملا نورالله نوري د رییس‌الوزرا ملا محمدحسن اخند په لارښوونه، د یوه پلاوي په مشرۍ بدخشان ته سفر کړی دی. سرچینه زیاتوي، په یفتل ولسوالۍ کې د ځایي خلکو او امنیتي ځواکونو ترمنځ په رامنځته شوې شخړه کې یو شمېر ملکي او نظامي کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې وه. د خبرپاڼې له مخې، یاد پلاوي د بدخشان د والي مولوي امان‌الدین منصور په ملتیا د پېښې د څېړنې لپاره د فیض‌اباد له ښاره د یفتل ولسوالۍ اتفاق بازار ته سفر کړی دی. نوري ویلي چې د اسلامي امارت په لیکو کې تبعیض، قوم‌پالنه، سمت‌پالنه او نژادپالنه ځای نه لري او د بدخشان او نیمروز له خلکو سره یو ډول چلند کېږي. هغه ویلي: «موږ د بدخشان خلکو ته د یوه مجاهد او دین‌پال ملت په سترګه ګورو.» د سرچینې په خبهر، پلاوي خلکو ته ډاډ ورکړی چې د قضیې له څېړنې وروسته به عاملین د قانون منګولو ته وسپارل شي.

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-08-10 12:02:37

مهالوېش

  1. Pajhwok

    د یفتل د شخړې د څېړنې لپاره بدخشان ته پلاوی تللی

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-08-10 16:32:08

د یفتل د شخړې د څېړنې لپاره بدخشان ته پلاوی تللی

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button