HealthKabulافغانستاندری

د سعودي عربستان پر ملک فهد هوايي ډګر برید نهو کسانو ته مرګ‌ژوبله… — Pajhwok

در حال تکمیلHealthKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-10-22 04:47:24🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک) – د سعودي عربستان چارواکو ویلي چې د دغه هېواد په ختیځ کې د دمام ښار پر ملک فهد نړیوال هوايي ډګر د برید له امله یوه تن ژوند له لاسه ورکړی او اته نور ټپیان شوي دي. د الجزیرې د راپور له مخې، د سعودي عربستان د ملکي هوايي چلند عمومي ادارې تېره ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي چې د پېښې د ټپیانو روغتیايي وضعیت له عادي تر نازک پورې ښودل شوی او ټول د درملنې لپاره روغتونونو ته لېږدول شوي دي. د راپور له مخې، په همدې ورځ د سعودي عربستان هوايي دفاعي سیستم، یوه بې‌پیلوټه الوتکه چې غوښتل یې د ارامکو شرکت اړوند د شیبه تېلو ساحې پر تاسیساتو برید وکړي، شنډه کړې چې په پایله کې یې دوه نور کسان هم وژل شوي دي. دغه بریدونه داسې مهال کېږي چې د حوثي ځواکونو او د سعودي عربستان له ملاتړه د برخمن د یمن په رسمیت پېژندل شوي حکومت ترمنځ تاوتریخوالی زیات شوی دی. الجزیرې لیکلي چې د اکټوبر په ۱۱مه هم د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې پر ملک خالد نړیوال هوايي ډګر برید شوی و چې له امله یې یوه تن ژوند بایلیی و او ۱۱ نور ټپیان شوي وو. دغه راز، د اکټوبر په لسمه هم پر یاد هوايي ډګر یو بل برید شوی و چې په پایله کې…

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعHealth
منابع1
به‌روزرسانی2026-10-22 04:47:24

خط زمانی

  1. Pajhwok

    د سعودي عربستان پر ملک فهد هوايي ډګر برید نهو کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-10-22 09:16:28

د سعودي عربستان پر ملک فهد هوايي ډګر برید نهو کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button