Kabulافغانستانامنیتپښتو

د سعودي په مشرۍ ائتلاف: د مکې جنوب ته د حوثیانو یوه بې‌پیلوټه… — Pajhwok

روان خبرSecurityKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-09-16 06:02:04🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک، ۲۵ وږی ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف وایي، د دغه هېواد هوايي دفاعي ځواکونو د مکې جنوب ته د حوثیانو یوه بې‌پیلوټه الوتکه، د دغه ښار ممنوعه هوايي حریم ته له ننوتلو مخکې، نسکوره کړې ده؛ حوثیانو بیا مکه د برید هدف ګرځول رد کړي دي. رویټرز راپور ورکړی چې دغه بې‌پیلوټه الوتکه د سه‌شنبې په ماښام کشف او له منځه وړل شوې ده. د سعودي په مشرۍ ائتلاف ویاند ترکي المالکي ویلي، دا دویم ځل دی چې حوثیان د مکې د په نښه کولو هڅه کوي. د ده په وینا، لومړۍ پېښه د ۲۰۱۷ کال جولای میاشتې ته ورګرځي؛ هغه مهال ائتلاف ویلي وو چې حوثیانو د مکې پر لور یو بالستیک توغندی توغولی و. المالکي ویلي، د اسلامي سپېڅلو ځایونو او زائرینو امنیت «سره کرښه» ده او ائتلاف به د حوثیانو د نورو بریدونو د مخنیوي لپاره لازم اقدامات وکړي. د راپور له مخې، سعودي عربستان د سه‌شنبې په ورځ د مکې په ګډون د دغه هېواد په څو سیمو کې امنیتي خبرداري صادر کړي وو. بلخوا، د حوثیانو یوې پوځي سرچینې «سبأ» خبري اژانس ته، چې د دې ډلې تر کنټرول لاندې دی، ویلي چې حوثیانو مکه او نور اسلامي سپېڅلي ځایونه نه دي په نښه کړي. رویټرز لیکلي چې دا پېښه داسې مهال رامنځته شوې چې حوثیانو په…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-09-16 06:02:04

مهالوېش

  1. Pajhwok

    د سعودي په مشرۍ ائتلاف: د مکې جنوب ته د حوثیانو یوه بې‌پیلوټه الوتکه نسکوره شوه

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-09-16 10:26:09

د سعودي په مشرۍ ائتلاف: د مکې جنوب ته د حوثیانو یوه بې‌پیلوټه الوتکه نسکوره شوه

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button