EconomyKabulافغانستاندری

د سوداګرۍ خونې رییس د تېل او ګازو نړۍوالو شرکتونو مسوولینو ته د… — Pajhwok

در حال تکمیلEconomyKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-10-24 05:22:02🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک) – د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي چې د دې خونې عمومي رییس د ترکمنستان د تېل او ګازو نړۍوال کنفرانس او نندارتون کې ګډون کړی او د ترکمنستان له چارواکو او د نړۍوالو شرکتونو له مسوولینو سره یې د سوداګریزو اړیکو د پراختیا او افغانستان ته د بهرنۍ پانګونې د راجلبولو په اړه خبرې کړې دي. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د خبرپاڼې له مخې، د دې خونې عمومي رییس سیدکریم هاشمي د ترکمنستان پلازمېنې عشق‌اباد ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د تېل او ګازو نړۍوال کنفرانس او نندارتون (OGT 2026) کې چې د اکټوبر په ۲۱مه او ۲۲مه جوړ شوی و، ګډون کړی دی. د سرچینې په وینا، دغه کنفرانس او نندارتون د ترکمنستان او بېلابېلو هېوادونو د لوړپوړو چارواکو، د اقتصادي بنسټونو د مسوولینو، پانګه‌والو او د تېل او ګازو په صنعت کې د فعالو معتبرو نړۍوالو شرکتونو د استازو په ګډون جوړ شوی و. په خبرپاڼه کې راغلي چې سیدکریم هاشمي د دغه پروګرام په څنډه کې د ترکمنستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې له رییس مرګن ګوردوف او د تېل او ګازو د یو شمېر سترو نړۍوالو شرکتونو له مسوولینو سره لیدلي دي. د سرچینې په حواله، په دغو لیدنو کې له ترکمنستان او نورو هېوادونو سره د افغانستان د سوداګریزو او اقتصادي…

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعEconomy
منابع1
به‌روزرسانی2026-10-24 05:22:02

خط زمانی

  1. Pajhwok

    د سوداګرۍ خونې رییس د تېل او ګازو نړۍوالو شرکتونو مسوولینو ته د افغانستان د سفر بلنه ورکړې ده

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-10-24 09:47:33

د سوداګرۍ خونې رییس د تېل او ګازو نړۍوالو شرکتونو مسوولینو ته د افغانستان د سفر بلنه ورکړې ده

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button