Kabulافغانستانامنیتپښتو

د سویس فدرالي محکمې د شخصي شرايط لرونکو افغان کډوالو د ایستلو جواز… — Pajhwok

روان خبرSecurityKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-08-21 05:12:10🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک، ۳۰ زمری ۱۴۰۵): د سویس فدرالي اداري محکمې ویلي چې د ځانګړو شخصي شرایط‌لرونکي افغانان په ځینو مواردو کې له سویس څخه افغانستان ته ایستل کېدای شي. د سویس خبري رسنۍ (SWI) د چهارشنبې په ورځ په یوه راپور کې ویلي چې دغې محکمې له سویس څخه د یوه ځوان افغان د ایستلو د پرېکړې پر وړاندې د هغه د استیناف غوښتنه رد کړې ده. د راپور له مخې، د محکمې قاضیانو د حکم له صادرولو مخکې په افغانستان کې امنیتي او بشري وضعیت بیا ارزولی دی. سرچینې د محکمې له قوله لیکلي چې د افغانانو بېرته افغانستان ته ستنول باید لا هم محدود وي؛ خو په هغو مواردو کې چې یو کس مناسب شخصي شرایط ولري، افغانستان ته یې ایستل جواز لرلی شي. په راپور کې راغلي چې دغه حکم د افغانستان پر ټولو سیمو د پلي کېدو وړ بلل شوی دی. د دې قضیې دوسیه د یوه ځوان افغان په اړه ده چې کاري سابقه لري او ویل شوي چې په کابل کې د کورنۍ د یوې شبکې له ملاتړه هم برخمن دی. د سویس د کډوالۍ ادارې د ۲۰۲۵ کال په پای کې د دغه کس د پناه غوښتنه رد کړې او له هغه یې غوښتي وو چې سویس پرېږدي. د راپور له مخې، دغه حکم ښایي افغانستان ته د افغان کډوالو د بېرته ستنولو…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-08-21 05:12:10

مهالوېش

  1. Pajhwok

    د سویس فدرالي محکمې د شخصي شرايط لرونکو افغان کډوالو د ایستلو جواز ورکړی

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-08-21 09:40:34

د سویس فدرالي محکمې د شخصي شرايط لرونکو افغان کډوالو د ایستلو جواز ورکړی

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button