په امریکا متحده ایالاتو کې د سپټمبر د ۱۱مې بریدونو د ۲۵مې کلیزې په مناسبت نن (جمعه سپټمبر ۱۱مه) یادغونډې کېږي. د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر په ۱۱مه نېټه، څلور الوتکې چې د امریکا متحده ایالاتو په ختیځه برخه کې یې الوتنې کولې، د القاعده سخت دریځې شبکې د غړو له خوا وتښتول شوې. وروسته دغه الوتکې د لویو لارښود شویو توغندیو په څېر وکارول شوې او په نیویارک او ویرجینیا کې له مهمو ودانیو سره وجنګول شوې. دوو الوتکو د نیویارک د نړیوال سوداګریز مرکز (Twin Towers) غبرګې ودانۍ ونړولې. دویم برید له لومړي بریده ۱۷ دقیقې وروسته وشو. د بریدونو له امله ودانیو اور واخیست، ډېر کسان په لوړو پوړونو کې ایسار پاتې شول او ښار د لوګي په لوخړو کې پټ شو. له دوو ساعتونو په کمه موده کې دواړه ۱۱۰ پوړیز هسکې ودانۍ د دوړو په سترو لوخړو کې ونړېدلې. درېیمې الوتکې د پنټاګون لوېدیځه برخه په نښه کړه او ویجاړه یې کړه. پنټاګون د امریکا د پوځ مرکزي قرارګاه ده چې د واشنګټن ډي سي ښار ته نږدې موقعیت لري. څلورمه الوتکه وروسته له هغه چې مسافرو او عملې د الوتکې د برمته کوونکو پر ضد مقاومت وکړ، د پنسلوانیا ایالت د شېنکسوېل سیمې ته نږدې په یوه کرونده کې راولوېده. باور کېږي چې برمته کوونکو غوښتل پر واشنګټن کې د کانګرس ودانۍ (Capitol Building)…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bbc
د سپټمبر ۱۱مې بریدونه: څه مهال څه پېښ شول؟ – BBC News پښتو