Healthافغانستانبلخپښتو

د سېلابونو درانه زیانونه؛ نورستان کې ۶ کسان مړه او لسګونه نور ورک… — Bakhtar

روان خبرHealthبلخ1 سرچینېتازه شوی: 2026-07-20 20:02:12🎙 راډیو واورئ

Summary: د نورستان ولایت په مرکز پارون او د منډول ولسوالۍ په یو شمېر سیمو کې راوتلو سېلابونو خلکو ځاني او مالي زیانونه اړولي دي. د نورستان د والي ویاند فریدون صمیم باختر اطلاعاتي اژانس ته ویلي، چې نن درې بجې د سختو بارانونو له امله سېلابونه راوتلي، چې له کبله یې ګڼ شمېر کورونه، عامه تاسیسات او کرنیزې ځمکې زیانمنې شوې دي. د نوموړي په وینا، تر اوسه د شپږو شهیدانو جسدونه موندل شوي او شاوخوا ۶۰ تنه لا هم لادرکه دي. هغه زیاته کړه، چې د لومړنیو ارزونو له مخې سېلابونو خلکو ته نږدې ۳۵ میلیونه افغانۍ مالي زیان اړولی دی. بلخوا د منډول ولسوالۍ یوه اوسېدونکي سیف الله دیوبندي باختر اطلاعاتي اژانس ته ویلي، چې سېلابونو د انیش، اسکندو، منګور، جناخېل، شکرنل، نعلو، اتراراه او یو شمېر نورو سیمو استوګنیزې او کرنیزې ځمکې اغېزمنې کړې دي. د هغه په وینا، د سېلابونو له امله شپږ کورونه، د برېښنا یوه شبکه، یوه ژرنده، سړک، یو پلچک، کرنیزې ځمکې او باغونه ویجاړ شوي دي. ښاغلي صمیم ویلي، چې د نورستان والي قاري زین العابدین عابد، د افغاني سرې میاشتې، د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ریاست، د عامې روغتیا ریاست، امنیتي ځواکونه او ولسي خلک د ژغورنې او لټون په عملیاتو بوخت دي. د نوموړي په خبره، تر اوسه د دوو شهیدانو جسدونه له خاورو رااېستل شوي او یو شمېر نور کسان لا هم تر خاورو لاندې دي، چې د ژغورنې او لټون عملیات یې په بېلابېلو سیمو کې دوام لري. د اړوندو ادارو مسوولینو ویلي چې د زیانونو د ارزونې او له زیانمنو کورنیو سره د بېړنیو مرستو رسولو چارې روانې دي. د یادونې وړ ده نورستان د هېواد له هغو غرنیو ولایتونو څخه دی چې هر کال د سختو اورښتونو او ناڅاپي سېلابونو له امله خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اوړي.

لنډ معلومات

ځایبلخ
موضوعHealth
سرچینې1
تازه شوی2026-07-20 20:02:12

مهالوېش

  1. Bakhtar

    د سېلابونو درانه زیانونه؛ نورستان کې ۶ کسان مړه او لسګونه نور ورک دي

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-07-20 16:28:22

د سېلابونو درانه زیانونه؛ نورستان کې ۶ کسان مړه او لسګونه نور ورک دي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button