Economyافغانستانپښتوسمنګان

د شباشک په کان کې د ډبرو سکرو استخراج ۵۰ سلنه زیات شوی — Bakhtar

روان خبرEconomyسمنګان1 سرچینېتازه شوی: 2026-07-04 12:59:21🎙 راډیو واورئ

Summary: د شمال د ډبرو سکرو امارتي شرکتونو مسوولین وایي، چې د سمنګان ولایت د شباشک په کان کې د ډبرو سکرو استخراج د تېر کال په پرتله ۵۰ سلنه زیات شوی دی. د شمال د ډبرو سکرو امارتي شرکت رئیس مولوي عبدالله حامد باختر اطلاعاتي آژانس ته ویلي، چې اوسمهال هره ورځ د سمنګان ولایت د شباشک له کان څخه ۳۰۰ ټنه د ډبرو سکاره استخراجېږي، په داسې حال کې چې تېر کال دا اندازه هره ورځ ۲۰۰ ټنه وه.هغه د دې زیاتوالي لامل د استخراج بهیر ښه‌والی، د تولیدي ظرفیت لوړول او په بېلابېلو عملي برخو کې تخنیکي هڅې وبللې.د نوموړي په خبره، یاد استخراج شوي سکاره د کورني بازار د منظمې عرضې له لارې د هېواد د انرژۍ د اړتیاوو په پوره کولو او د اقتصادي ودې په پیاوړتیا کې مهم او اغېزناک رول لري.هېره دې نه وي، چې د ډبرو سکاره د افغانستان له مهمو طبیعي زېرمو څخه شمېرل کېږي چې دا مهال پکې ګڼ شمېر کسان په کار بوخت دي.

لنډ معلومات

ځایسمنګان
موضوعEconomy
سرچینې1
تازه شوی2026-07-04 12:59:21

مهالوېش

  1. Bakhtar

    د شباشک په کان کې د ډبرو سکرو استخراج ۵۰ سلنه زیات شوی

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-07-04 10:33:35

د شباشک په کان کې د ډبرو سکرو استخراج ۵۰ سلنه زیات شوی

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button