Newsافغانستانجوزجاندری

د شریعت تطبیق او یووالي په موخه جوزجان کې ناسته وشوه — Bakhtar

در حال تکمیلNewsجوزجان1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-08-31 12:52:05🎙 رادیو را بشنوید

Summary: د جوزجان په اقچې ولسوالۍ کې د ځايي مسوولینو په هڅو د شریعت د تطبیق او خلکو ترمنځ د یووالي ټینګښت په موخه ناسته وشوه. باختر اژانس ته په رسېدلو مالوماتو کې راغلي، چې دغه ناسته د یاد ولایت د قومونو او قبایلو چارو ریاست له لوري جوړه شوې وه، چې په ټوله کې یې موخه د خلکو ترمنځ د اختلافونو له منځه وړل و.دغه ولسي ناسته کې د جوزجان والي قاري محمد اسماعیل راسخ له لوري د ټولنیز نظم په ساتلو ټینګار وشو او ویلي یې دي، چې یو بل منل د ټولنې د پرمختګ ته زمینه برابروي.د مسوولینو له لوري خلکو ته د ډاډ په ژبه ویل شوي، چې ستاسې د ستونزو حل د مسوولینو لومړیتوب دی او په دې برخه کې هېڅ ډول همکاري نه سپموي.د یادې ولسوالۍ اوسېدونکو دا ډول ناستې د ولسونو او دولتي مسوولینو ترمنځ د همکارۍ د زیاتېدو او د ستونزو حل په برخه کې ګټورې وبللې او مسوولینو ته یې له خپل لوري د ملاتړ ډاډ ورکړی دی.

اطلاعات کوتاه

مکانجوزجان
موضوعNews
منابع1
به‌روزرسانی2026-08-31 12:52:05

خط زمانی

  1. Bakhtar

    د شریعت تطبیق او یووالي په موخه جوزجان کې ناسته وشوه

منابع

Afghan sources

BakhtarPS
2026-08-31 11:22:55

د شریعت تطبیق او یووالي په موخه جوزجان کې ناسته وشوه

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button