افغانستانامنیتپښتوغور

د شمالي قبرس ساحل ته نژدې د مسافر وړونکې کښتۍ د چپه کېدو… — Bbc

روان خبرSecurityغور1 سرچینېتازه شوی: 2026-08-31 01:04:58🎙 راډیو واورئ

د شمالي قبرس ساحل ته نژدې د یوې مسافر وړونکې کښتۍ د چپه کېدو له امله لږ تر لږه اته کسان مړه شوي او تر لسو زیات نور لا هم ورک دي، دا خبر ترکیې کړې ده. د قبرس لومړي وزیر اونال اوستل وویل چې دغې مسافر وړونکې کښتۍ ۲۵۹ مسافر او د عملې اته تنه غړي لېږدول، چې د کیرینیا له ساحلي ښارګوټي له حرکت وروسته اوبو اخیستې وه. اوستل پر ټولنیزو رسنیو لیکلي چې د کښتۍ کپتان او د عملې اووه تنه نور غړي د دې په اړه د تحقیقاتو د یوې برخې په توګه نیول شوي چې "دا غمیزه څنګه رامنځته شوه". د هغو مسافرو د موندلو لپاره چې برخلیک یې نه دی معلوم، د لټون او ژغورنې عملیات دوام لري او د ترکیې چارواکي هم ورسره یوځای شوي دي. دغې شخصي مسافر وړونکې کښتۍ د سیمه ییز وخت له مخې شاوخوا ۱۲:۳۰ بجې (۰۹:۳۰ GMT) د کیرینیا له مشهور تفریحي ساحله حرکت کړی و. اوستل وویل، ټاکل شوې وه کښتۍ د شنبې په ورځ ترکیې ته سفر وکړي، خو د نامساعدې هوا له امله ځنډېدلې وه. نوموړي د ترکیې رسنۍ (TRT) ته وویل چې کښتۍ له چپه کېدو وړاندې دوو موجونو وهلې وه. هغه دغې رسنۍ ته وویل، کله چې د کښتۍ کپتان هڅه کوله کښتۍ له لومړي موجه بېرته برابره کړي، دویمه څپه ورسره ټکر…

لنډ معلومات

ځایغور
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-08-31 01:04:58

مهالوېش

  1. Bbc

    د شمالي قبرس ساحل ته نژدې د مسافر وړونکې کښتۍ د چپه کېدو له امله اته کسان مړه شوي – BBC News پښتو

سرچینې

External sources

BbcPS
2026-08-30 20:27:46

د شمالي قبرس ساحل ته نژدې د مسافر وړونکې کښتۍ د چپه کېدو له امله اته کسان مړه شوي – BBC News پښتو

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button