Summary: د افغانستان کرکټ بورډ د کرکټ لوبډلې د پخواني چټک توپ اچوونکي شاپور ځدراڼ د مړینې له امله د یوولسم پړاو شپږیزې کرکټ لیګ د راتلونکو دوو ورځو (چهارشنبې او پنجشنبې) سیالۍ وځنډولې. د افغانستان کرکټ بورډ په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه پرېکړه د ارواښاد شاپور ځدراڼ روح ته د درناوي او د هغه له کورنۍ سره د غمشریکۍ او خواخوږۍ په موخه شوې ده.کرکټ بورډ زیاته کړې، چې د ځنډول شویو سیالیو نوی مهالوېش به وروسته اعلان شي.د معلوماتو له مخې، د ارواښاد شاپور ځدراڼ جنازه به نن مازیګر هېواد ته ولېږدول شي او د جنازې او خاورو ته د سپارلو مراسم به یې په بله ورځ ترسره شي، چې د دقیق وخت او ځای په اړه به وروسته معلومات خپاره شي.شاپور ځدراڼ د افغانستان د کرکټ لوبډلې له مخکښو لوبغاړو څخه و، چې د هېواد د کرکټ په پرمختګ او نړیوالو سیالیو کې یې د افغانستان په استازیتوب مهم رول لوبولی و. د هغه مړینه د افغانستان د کرکټ لپاره ستره ضایعه بلل شوې او د هېواد کرکټ بورډ د هغه کورنۍ ته د خواخوږۍ مراتب وړاندې کړي دي.
Quick facts
Timeline
-
Bakhtar
د شپږیزې کرکټ لیګ سیالۍ دوه ورځې وځنډول شوې