Sportsافغانستانخوستدری

د شپږیزې ۱۱ پړاو پایلوبه؛ سپين‌غر پړانګان امو نهنګان ته ۱۶۷ منډې هدف… — Bbc

در حال تکمیلSportsخوست1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-07-15 07:39:43🎙 رادیو را بشنوید

د افغانستان په خوست کې د شپږیزې د یوولسم پړاو په پایلوبه کې سپين‌غر پړانګان لوبډلې خپلې سیالې امو نهنګان لوبډلې ته ۱۶۷ منډې هدف ټاکلی دی. د سپين‌غر لوبډلې ټول لوبغاړي په ۱۹ اوور کې په ۱۶۶ منډو وسوځېدل او امو نهنګان ته یې ۱۶۷ منډې هدف وټاکه. په رحمت‌ ولي مسرور کرېکټ لوبغالي‌ کې د نننۍ لوبې پچه یا ټاس د سپین غر پړانګانو لوبډلمشر دروېش رسولي وګاټه او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه. خو د سپين‌غر پړانګان لوبډلې د توپ‌وهنې پيل ښه نه و او د سر پنځه لوبغاړي یې يو په بل پسې ژر ژر وسوځېدل. نن عصمت عالم د دې لوبډلې یوازېنی توپ‌وهونکی و چې وېکټ یې وساتله او تر ټولو ډېرې ۶۷ منډې یې جوړې کړې. بل یوه لوبغاړي هم سپين‌غر پړانګان ته تر ۳۰ هم رنزونه وا نه ړول. د امو نهنګان له لوري ښه توپ‌اچونه یا بالېنګ وشو. فضل حق فاروقي، ګلبدین نایب، عبدالله احمدزي او قیس احمد د سپين‌غر دوه دوه لوبغاړي وسوځول او لوبډلسمشر یامین احمدزي یوه وېکټ ترلاسه کړه. اوس امو نهنګان توپ‌وهنه او ۱۶۷ هدف ته د رسېدو هڅه کوي چې ډېر سخت نه برېښي. د دروېش رسولي په لوبډلمشرۍ سپین غر پړانګانو سږ کال له خپلو ۸ سیالیو ۶ ګټلې، یوه یې بایللې او یوه د باران له کبله لغوه شوې ده. دوی له ۱۳…

اطلاعات کوتاه

مکانخوست
موضوعSports
منابع1
به‌روزرسانی2026-07-15 07:39:43

خط زمانی

  1. Bbc

    د شپږیزې ۱۱ پړاو پایلوبه؛ سپين‌غر پړانګان امو نهنګان ته ۱۶۷ منډې هدف وټاکه – BBC News پښتو

منابع

External sources

BbcPS
2026-07-15 07:08:47

د شپږیزې ۱۱ پړاو پایلوبه؛ سپين‌غر پړانګان امو نهنګان ته ۱۶۷ منډې هدف وټاکه – BBC News پښتو

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button