Economyافغانستاندریننګرهار

د شېرزادو ولسوالۍ د تالک کان تړون لاسلیک شو — Bakhtar

در حال تکمیلEconomyننګرهار1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-09-09 02:13:42🎙 رادیو را بشنوید

Summary: د افغانستان اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري، نن د ننګرهار د شېرزادو ولسوالۍ د کودي خېلو سیمې د دویم بلاک تالک کان چې څه باندې ۳.۸ کیلومتره مربع مساحت لري؛ د ۶۵ ميليونه ۸۶۵ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د ننګرهار افغان تالک د کان کیندنې او پروسس شرکت له رئیس سره لاسلیک کړی دی. د کانونو او پټرولیم وزیر د ياد تړون د لاسلیک پر مهال ویلي چې د تالک کان د استخراج او پروسس پروژې په عملي کېدو سره به د سیمې اوسېدونکو لپاره د کار زمینه برابره شي. هغه ټینګار کړی چې د کان د استخراج او پروسس بهیر باید د نافذه قوانینو، تخنیکي معیارونو او ټاکل شويو اصولو مطابق ترسره شي. د قراردادي شرکت رئیس هم ډاډ ورکړی چې د کان د استخراج، پروسس او نورو اړوندو فعالیتونو چارې به په مسلکي ډول ترسره کړي. هېره دې نه وي چې د تړون له مخې به قراردادي شرکت، د تالک د هر ټن په بدل کې ۲۲۶۵ افغانۍ رویالټي، اسلامي امارت ته ورکړي.

اطلاعات کوتاه

مکانننګرهار
موضوعEconomy
منابع1
به‌روزرسانی2026-09-09 02:13:42

خط زمانی

  1. Bakhtar

    د شېرزادو ولسوالۍ د تالک کان تړون لاسلیک شو

منابع

Afghan sources

BakhtarPS
2026-09-08 17:02:32

د شېرزادو ولسوالۍ د تالک کان تړون لاسلیک شو

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button