کابل (پژواک، ۱۰ زمری ۱۴۰۵): سږ کال په کندهار کې د انګورو حاصلات څه باندې ۲۲۵ زره ټنه اټکل شوي؛ خو د لارو د بندښت او محدودیتونو له امله تر اوسه له دغه ولایته انګور بهرنیو بازارونو ته نه دي صادر شوي چې له امله یې بیې راټیټې شوې او بڼوال او سوداګر له زیان سره مخ دي. څه باندې لس میاشتې کېږي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستیو کړکېچونو له امله د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې او صادراتي لارې تړلې دي. کندهار د افغانستان د انګورو له مهمو تولیدوونکو ولایتونو دی چې هر کال یې لسګونه زره ټنه انګور پاکستان، هند او ځینو نورو هېوادونو ته صادرېدل، خو سږ کال د صادراتو درېدو له امله دغه محصول تر ډېره د هېواد کورنیو بازارونو ته وړاندې کېږي. د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال انجنیر عبدالباقي بینا وایي، د صادراتي لارو د ستونزو له امله تر اوسه د کندهار انګور بهرنیو بازارونو ته نه دي صادر شوي. هغه زیاته کړه: «انګور د هغو مېوو له ډلې دي چې د ساتنې موده یې محدوده ده او پر اوږدو لارو د لېږد وړتیا نه لري. پخوا تر ډېره پاکستان ته صادرېدل، خو اوس دا لار بنده ده، کله چې د صادراتو لپاره مناسبې او لنډې لارې موجودې نه وي، سوداګر نه شي کولای دغه مېوه بهرنیو بازارونو ته ورسوي.»…
Quick facts
Timeline
-
Pajhwok
د صادراتي لارو بندښت؛ د کندهار د انګورو بڼوال او سوداګر له زیان سره مخ دي
Sources
Afghan sources
د صادراتي لارو بندښت؛ د کندهار د انګورو بڼوال او سوداګر له زیان سره مخ دي