کابل (پژواک، ۷ تله ۱۴۰۵): د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د یوه پلاوي په مشرۍ، د بلاروس په دویم نړیوال صنعتي نندارتون کې د ګډون په موخه دغه هېواد ته ولاړ. د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، ټاکل شوې چې د صنعت او سوداګرۍ وزیر د دغه سفر په ترڅ کې له نړیوال صنعتي نندارتون څخه لیدنه وکړي او د ګډون کوونکو هېوادونو په عمومي غونډه کې هم ګډون وکړي. د سرچینې د معلوماتو له مخې، نوموړی به همدارنګه د بلاروس د بهرنیو چارو، کرنې او صنعت له وزیرانو سره دوهاړخیزې لیدنې ولري. په خبرپاڼه کې راغلي چې عزیزي به په دغو لیدنو کې د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پراختیا، صنعتي او کرنیزو همکاریو، پانګونې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو پر نویو فرصتونو خبرې وکړي. د صنعت او سوداګرۍ وزارت لیکلي، تمه ده چې دغه سفر د افغانستان او بلاروس ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا، د صنعتي همکاریو د زیاتوالي او د پانګونې د جذب لپاره زمینه برابره کړي.
Quick facts
Timeline
-
Pajhwok
د صنعت او سوداګرۍ وزیر په مشرۍ یو پلاوی بلاروس ته ولاړ
Sources
Afghan sources
د صنعت او سوداګرۍ وزیر په مشرۍ یو پلاوی بلاروس ته ولاړ