Kabulافغانستانامنیتدری

د صنعت او معدن پنځم کورنی او نړيوال نندارتون؛ د څه باندې يو… — Bakhtar

در حال تکمیلSecurityKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-07-07 12:24:33🎙 رادیو را بشنوید

Summary: د صنعت او معدن پنځم کورنی او نړيوال نندارتون چې د افغانستان د صنايعو او کانونو خونې په نوښت؛ د صنعت او سوداګرۍ او کانونو او پټرولیم وزارتونو په همکارۍ د اوو ورځو لپاره په کابل کې جوړ شوی و؛ نن پای ته ورسېد. د باختر اطلاعاتي ژانس د خبر له مخې؛ د افغانستان د صنايعو او کانونو خونې مرستيال محمد رفيع عظيمي، په همدې مناسبت جوړ شوي خبري کنفرانس کې له حکومتي چارواکو، کورنيو او بهرنیو مېلمنو د هرکلي ترڅنګ؛ د نندارتون د بریالیتوب ترسره کېدو په خاطر د افغانستان اسلامي امارت له اړوندو ادارو او امنيتي ارګانونو د هر اړخيزې همکارۍ مننه وکړه.دغه راز د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزير نورالدين عزيزي، د صنعت او معدن پنځم کورنی او نړيوال نندارتون پر اهميت خبرې کړې او ويې ويل: "په هېواد کې د صنعت ودې او پراختیا ته په کتو، د دغه شان پروګرامونو ترسره کول؛ ځانګړی اهمیت لري او د لا ودې په لاره کې يې مهم رول لوبولی شي."عزيزي زياته کړه: "د صنعت او سوداګرۍ وزارت د يوه مسئول بنسټ په توګه، ځان د هېواد د صنعت ودې، د صنعت‌کارانو ملاتړ او اسانتیاوو برابرولو ته ژمن بولي او په دې برخه کې به خپلې هڅې ونه سپموي."د صنعت او سوداګرۍ وزير څرګنده کړه: "د ټولنو اوسنی پرمختګ، د هغو د صنعتي پرمختګونو پر اساس رامنځته شوی او موږ هم د همدې واقعيت په درک سره شپه او ورځ هڅې کوو چې افغانستان د صنعت له لارې د اقتصادي غوړېدا مسير ته ورسوو."د عزيزي د معلوماتو له مخې؛ د اسلامي امارت په بيا واکمنۍ سره د صنعت او سوداګرۍ وزارت له لوري ۵۹۰۰ شرکتونو ته جوازونه ورکړل شوي او تېر کال ۵۷۶ شرکتونو ته ۱۹۱۶ نمرې چې ۲۸۰۰ جريبه ځمکه کېږي؛ ورکړل شوې او شاوخوا يو ميليونه ۱۶۳ زره ټنه خام مواد وېشل شوي دي. دغه راز افغانستان اوسمهال په ۲۰۰۰ اقلامو کې توليدات لري او په ۳۰۰ اقلامو کې ځان بسياينې ته رسېدلی دی. د هېواد د صنعت او سوداګرۍ وزير د خپلو خبرو په پای کې، وويل چې له پاکستان سره د افغانستان د سوداګریزو لارو له تړل کېدو وروسته؛ د دارو درملو او طبي وسایلو د تولید په موخه، څه باندې ۱۰۰ شرکتونو ته جوازونه ورکړل شوي دي.دغه راز، د افغانستان د صنايعو او کانونو خونې استازي منصور يوسفزي، د ياد نندارتون راپور شريک کړ او ويې ويل: "د صنعت او معدن په پنځم کورني او نړيوال نندارتون کې چې اووه ورځې دوام وکړ؛ ۳۲۸ شرکتونو چې په ۳۶ بېلابېلو سکټورونو کې دي؛ په څه باندې ۴۰۰ غرفو کې ګډون وکړ او کورنيو او بهرنيو شرکتونو پکې خپل توليدات او محصولات نندارې وړاندې کړي وو چې سلګونه زره کسانو ترې ليدنه وکړه."هغه زياته کړه چې په ياد نندارتون کې د «B2B» او نورو ناستو په بهير کې د څه باندې يو ميليارده ډالرو په ارزښت په بېلابېلو برخو کې ۵۰ هوکړه ليکونه او تړونونه لاسليک شول چې له دې جملې څخه ۱۰ تړونونه د افغانستان اوسپنې ويلي کولو اتحادیې او د ایران پلاوي ترمنځ د فابريکو د تجهيزاتو او خامو موادو په برخه کې دي.د کنفرانس په پای کې، د صنعت او معدن د پنځم کورني او نړيوال نندارتون ملاتړ کوونکو شرکتونو او غرفه‌ لرونکو ته چې خپل تولیدات او محصولات نندارې ته وړاندې کړي وو؛ ستاینلیکونه ورکړل شول.

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-07-07 12:24:33

خط زمانی

  1. Bakhtar

    د صنعت او معدن پنځم کورنی او نړيوال نندارتون؛ د څه باندې يو ميليارده ډالرو په ارزښت ۵۰ هوکړه ليکونه او تړونونه لاسليک شوي دي

منابع

Afghan sources

BakhtarPS
2026-07-07 11:47:31

د صنعت او معدن پنځم کورنی او نړيوال نندارتون؛ د څه باندې يو ميليارده ډالرو په ارزښت ۵۰ هوکړه ليکونه او تړونونه لاسليک شوي دي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button