د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، چې بېلاروس ته د نورالدین عزيزي په مشرۍ تللي پلاوي د دغه هېواد د صنعت له وزیر سره د تولیدي فابریکو د جوړولو، د افغانستان–بېلاروس د سوداګریز فورم د جوړېدو او په اقتصادي کمېسیون کې د وړاندې شویو موضوعاتو د څار په اړه خبرې کړې دي. په عراق کې لا هم د امنیتي تشې په ځانګړې توګه د ایران اسلامي جمهوریت ته د نږدې وسلهوالو ډلو د نفوذ د پراخېدو او د داعش د بیا پیاوړي کېدو په اړه اندېښنې شته. خو د عراق حکومت پر خپل ځای پاتې دی او د دغه هېواد ځواکونو د امنیت د ټینګښت مسوولیت پر غاړه اخیستی دی. رویټرز راپور ورکړی چې یو شمېر عراقي وګړو د امریکايي ځواکونو د وتلو هرکلی او جشن کړی، خو ځینې نور بیا د دې وتلو د امنیتي پایلو په اړه اندېښمن دي. له عراق څخه د امریکايي ځواکونو وتل، له افغانستان څخه د امریکا د ګډوډ وتلو پنځه کاله وروسته، یو ځل بیا دا پوښتنه راپورته کوي چې ولې د عراق حکومت دوام وکړ، خو د افغانستان جمهوري حکومت د ۱۴۰۰ کال د زمري په ۲۴مه د امریکا د وروستي سرتېري له وتلو مخکې ړنګ شو. د وتلو د خبرو څرنګوالی، د امنیتي ځواکونو وضعیت، د حکومت مالي سرچینې، د حکومت مشروعیت، د حکومت پر وړاندې د وسلهوالو ډلو…
Quick facts
Timeline
-
AF International
د طالبانو او بېلاروس د صنعت وزیرانو د اقتصادي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي
Sources
Afghan sources
د طالبانو او بېلاروس د صنعت وزیرانو د اقتصادي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي