د طالبانو د حکومت د حج او اوقافو وزارت وايي، د ناوې سینګارول د ''فریب ورکولو'' یوه بڼه ده او باید ترسره نه شي. دغه وزارت دغه راز ویلي چې ښځې باید د واده او نورو مراسمو پر مهال عطر ونه کاروي. دې وزارت د زمري په دویمه ( جولای ۲۳مه) د ''په ودونو او نورو خوشحالیو کې د منکراتو او خلاف شرع رواجونو څخه ځان ساتل'' تر سرلیک لاندې یو لس مخیز سند خپور کړی دی. په دې سند کې له امامانو غوښتل شوي چې د جمعې د لمانځه په خطبو کې خلک له دې مواردو خبر او متوجه کړي. د لارښوونې له مخې، د کوژدې د ګوتمیو تبادله، اورلوبې (پټاقۍ) د ناوې سینګار، د ښځو لخوا د عطرو کارول، تنګې او داسې جامې چې د بدن غړي ترې ښکاري، موسیقي او د نارینه وو او ښځو ګډه نڅا د شریعت خلاف بلل شوي دي. په سند کې له افغانانو غوښتنه شوې چې خپلې خوښۍ او مراسم د ''اسلامي لارښوونو'' له مخې ترسره کړي. ''نن سبا وینو چې زموږ ډېری محفلونه، لکه ودونه او له حج او عمرې څخه د راستنېدو مراسم، له ناوړو دودونو او ناپسندو کړنو خالي نه دي.'' د یادونې ده، چې په کابل او یو شمېر لویو ښارونو کې لا هم ځینې ودونه په مجللو تالارونو کې د سلګونو مېلمنو په ګډون ترسره کېږي. ځینې…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bbc
د طالبانو حکومت حج او اوقاف وزارت: د ناوې سینګار او له کوره بهر د ښځو عطر کارول د شریعت مخالف کار دی – BBC News پښتو
سرچینې
External sources
د طالبانو حکومت حج او اوقاف وزارت: د ناوې سینګار او له کوره بهر د ښځو عطر کارول د شریعت مخالف کار دی – BBC News پښتو