افغانستانامنیتبدخشانپښتو

د طالبانو حکومت لوړ پوړی چارواکی: له جمعه خان فاتح سره هوکړه نه… — Bbc

روان خبرSecurityبدخشان1 سرچینېتازه شوی: 2026-08-17 11:23:25🎙 راډیو واورئ

په افغانستان کې د طالبانو یوه جګپوړي چارواکي بي بي سي ته ويلي چې په بدخشان کې يو سیمه ییز قومندان جمعه خان فاتح، چې له یوې اوونۍ راهیسې د طالبانو حکومت د دفاع وزارت د ځانګړو ځواکونو سره په جګړه بوخت و، له "کومې هوکړې پرته ځان د دوی ځواکونو ته سپارلی دی" دغه چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، ويلي، ښاغلی فاتح د چورلکې په واسطه د بدخشان مرکز فیض اباد ته وړل شوی دی. مخکې له دې، په بدخشان کې د طالبانو امنیتي سرچینو بي بي سي ته تائید کړې وه چې جمعه خان فاتح تېره شپه ناوخته له خپلو وسله والو کسانو سره له خپلو غرنیو پوستو څخه راښکته شوی دی. سرچینې د بي بي سي سید عبد الله نظامي ته ویلي وو، ښاغلی فاتح په نسي ولسوالۍ کې د طالبانو حکومت د پوځ له لوی درستیز سره یو ځای شوی دی او په وینا یې لا هم خبرې روانې دي. فصیح الدین فطرت درې ورځې وړاندې دغې ولسوالۍ ته د امنیتي حالت د څار لپاره ورغلی دی. که څه هم د هوکړې ډېر جزیات نه دي خپاره شوي خو ځینو امنیتي سرچینو ویلي، د هغه د اړونده کسانو بشپړ بې وسلې کول یو مهم شرط ښودل شوی دی. بي بي سي لا نه ده توانېدلې په دې تړاو د جمعه خان فاتح…

لنډ معلومات

ځایبدخشان
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-08-17 11:23:25

مهالوېش

  1. Bbc

    د طالبانو حکومت لوړ پوړی چارواکی: له جمعه خان فاتح سره هوکړه نه ده شوې، ځان یې د دوی ځواکونو ته سپارلی – BBC News پښتو

سرچینې

External sources

BbcPS
2026-08-17 07:07:37

د طالبانو حکومت لوړ پوړی چارواکی: له جمعه خان فاتح سره هوکړه نه ده شوې، ځان یې د دوی ځواکونو ته سپارلی – BBC News پښتو

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button